د اروپایي ټولنې له استازو سره د غونډې جوړېدل

Mpoya
یکشنبه ۱۴۰۱/۱/۲۸ - ۱۳:۴۵
د اروپایي ټولنې له استازو سره د غونډې جوړېدل

۱۴۴۳ رمضان ۱۶ مه – د افغانستان بانک ستر اقتصادي سلاکار ښاغلي لطف الحق نور پسرلي د اروپايي ټولنې له استازو سره د افغانستان بانک په مرکزي دفتر کې ولیدل او پر بېلابېلو مالي او بانکي مسائلو یې ورسره بحث وکړ.

په یاده غونډه کې د افغانستان بانک ستر اقتصادي سلاکار یادونه وکړه چې د افغانستان بانک په مالي او بانکي برخو کې ټولو هغو نړیوالو اصولو ته چې د اسلامي شریعت له اصولو سره په ټکر کې نه وي ژمن دی او هڅه کوي چې له ټولو نړیوالو مالي او بانکي ادارو سره خپلو اړیکو ته پراختیا ورکړي.

باید وویل شي چې په دې غونډه کې د اروپايي ټولنې استازو په مالي او بانکي برخو کې د افغانستان بانک له همکارۍ مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې له خپل لوري به هم خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۶:۲۵
Background image

د افغانستان بانک پلاوي د شمال او شمال ختیځ زونونو څخه لیدنه وکړه

د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد په مشرۍ یو پلاوي شمال او شمال خیتځ زونونو ته سفر وکړ او په دې زونونو کې یې د افغانستان بانک له نمایندګیو څخه لیدنه وکړه؛ دا سفر د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۹:۵۵
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

په دې وروستیو کې داسې راپورونه ترلاسه شوي چې ځینې اشخاص په ورځنیو اقتصادي راکړو ورکړو کې د ۱، ۲  او ۵ افغانیو بانکنوټونو او سکو له اخیستلو څخه ډډه کوي. له همدې امله ټولو هېوادوالو ته. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۵۰
Background image

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه ترسره شوه

د ۱۴۴۷ کال د شوال المکرم ۱۸ مه - د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه د دې بانک د رئیس، ښاغلي نور احمد آغا، په مشرۍ چې په ورته وخت کې د دې شورا رئیس هم دی، په مشرۍ او د شورا د غړو په حضور. . .

بېرته خبرونه ته