د بایزید روښان پوهنتون د محصلینو لپاره د افغانستان بانک د موخو، دندو او مهمو پالیسیو په اړه یو ورځنی ښوونیز سیمینار جوړ شو

Mpoya
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۲۳ - ۱۵:۲۰
تدویر سیمینار یکروزه آموزشی پیرامون اهداف، وظایف و سیاست های کُلی د افغانستان بانک برای محصلین پوهنتون محترم بازید روشان 24 ذوالقعدة الحرام 1444- د افغانستان بانک منحیث بخشی از همکاری های اکادمیک خود، امروز سیمینار یکروزه آموزشی و آگاهی دهی را برای محصلین پوهنتون بایزید روشان برگزار نمود. در این سیمینار بیشتر از 50 تن محصل رشته های حقوق، طب معالجوی، ستوماتولوژی و اقتصاد این پوهنتون اشتراک نموده بودند که معلومات مفصل پیرامون اهداف، وظایف و طرح و تطبیق سیاست های کُلی د افغانستان بانک به آنها ارائه گردید. در آ

د ۱۴۴۴ ذولقعد‌ة الحرام ۲۴- د افغانستان بانک د خپلو اکا‌ډمیکو همکاریو په لړ کې نن د بایزید روښان پوهنتون محصلینو لپاره د روزنې او پوهاوي یو ورځنی سیمینار جوړ کړ. په دې سیمینار کې د یاد پوهنتون د حقوقو، معالجوي طب، ستوماتولوژۍ او اقتصاد پوهنځیو له ۵۰ څخه زیاتو محصلانو ګډون کړی وو او د افغانستان بانک د مهمو پالیسیو، موخو، دندو او عمومي سیاستونو جوړولو او پلي کولو په اړه پکې ګډونوالو ته هر اړخیز معلومات وړاندې شول.

د سیمینار په پیل کې د بایزید روښان پوهنتون رئیس ښاغلي سید عبدالحکیم حکمت خبرې وکړې او په دې ناسته کې یې د افغانستان بانک د پلاوي د ګډون ستاینه وکړه. همدارنګه، ښاغلي حکمت په اکاډمیکه او د ملي ارزښتونو، په ځانګړي توګه د افغانۍ ترویج او د ملي پیسو له ژر زړیدو څخه د مخنیوي د پوهاوي او عامه ذهنیت روښانه کولو په برخه کې د افغانستان بانک له فعالیتونو څخه د قدردانۍ څرګندونه وکړه.

ښاغلي حکمت د خپلو خبرو په ترڅ کې محصلینو ته وویل چې د افغانیو سمه او خوندي توګه ساتنه زمونږ ملي مسوولیت دی او موږ ټول یې باید د ارزښت په ساتنه او تبلیغ کې ونډه واخلو.

ورپسې د افغانستان بانک د ریاست د دفتر لوی آمریت مرستیال ښاغلي شفیق الله بارز خبرې وکړې او ویې ویل چې د افغانستان بانک یوه عامه اداره ده او له همدې امله یې تل هڅه کړې چې له خلکو، رسنیو، اکاډمیکې ټولنې او د ټولنې ټولو قشرونو سره نږدې اړیکې وپالي. ښاغلي بارز زیاته کړه چې دا ډول سیمینارونه جوړول د معلوماتو شریکولو، حساب ورکولو او روڼتیا په برخه کې د بانک د ستراتیژیکو پلانونو یوه برخه ده او دې ټکي ته يې اشاره وکړه چې تعلیمي او تحصیلي مرکزونه د بانک د هغو مهمو شرکاوو له ډلې څخه دي چې د خلکو د مالي پوهې د زیاتولو په برخه کې مهم رول لوبوي.

د پروګرام په دوام کې د پولي سیاست لوی آمریت مرستیال ښاغلي احمد رحیمي د سیمینار ګډونوالو ته د پولي سیاست جوړولو او پلي کولو، د بیو ټیکاو، د انفلاسیون کنترول او د هېواد اسعاري زیرمو د مدیریت په اړه پریزنټیشن وړاندې کړ او د پولي سیاست د ابزارونو، پولي زیرمې او په ګردښت کې د پیسو او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه مفصلې خبرې وکړې.

همداراز، د افغانستان د تادیاتو سیستم رئیس ښاغلي اسدالله مشفق د اداینو سیستم د موخو، دندو او مسوولیتونو، د الکترونیکي بانکوالۍ اهمیت، د کریډیټ کارتونو په مرسته د اداینیزو اسانتیاوو او د غوره او له هر ډول فساد څخه پاکې حکومتوالۍ په برخه کې د یادو کارتونو رول په اړه د یو پریزنټیشن په وړاندې کولو له ګډونوالو سره مفصل معلومات شریک کړل. ښاغلي مشفق وویل، له نېکه مرغه مونږ په تېرو دوو کلونو کې د یاد سیستم د ودې او پراختیا په لاره کې د پام وړ لاسته راوړنې لرلې دي. هغه همدارنګه د نورو اغیزناکو طرحو چې په نږدې راتلونکي کې به جوړې شي، په ځانګړي ډول د ترافیک، پاسپورټ او نورو تادیاتي وجایبو د راټولولو د طرحو په اړه خبر ورکړ.

د سیمینار په پای کې د محصلینو او مسؤلینو پوښتنو ته ځوابونه وویل شول او ګډونوالو ته تصدیق لیکونه ډالۍ شول.

آخرین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۲:۳۴
Background image

هموطنان عزیز!

در صورتیکه حین مراجعه  به یکی از مؤسسات مالی به کدام مشکل مواجه می شوید ویا با شما برخورد نامناسب صورت می گیرد ویا هم حقوق شما به اساس اصول پرداخت نمیگردد، شما می توانید شکایت خویش را. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۶:۹
Background image

تدویر جلسه تحت رهبری د افغانستان بانک به منظور  گسترش پرداخت‌های الکترونیکی و جمع‌آوری دیجیتلی عواید 

۲۱ رجب‌المرجب ۱۴۴۷ - نشستی تحت ریاست  محترم صدیق‌الله خالد معاون اول د افغانستان بانک با اتحادیه و مؤسسات پول الکترونیک افغانستان برگزار گردید. در این نشست موضوعات مربوط به تطبیق حکم. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۴ - ۱۶:۲۱
Background image

تدویر جلسه تحت ریاست معاون اول د افغانستان بانک با رؤسای بانکهای تجارتی

۱۴ رجب المرجب ۱۴۴۷- نشستی به ریاست محترم صدیق‌الله خالد، معاون اول د افغانستان بانک، با اتحادیه بانک‌های تجارتی و رؤسای بانک‌های تجارتی برگزار گردید.

در این نشست، در مورد رهنمود عمومی. . .

بازگشت به خبر