د نړیوال بانک وروستی راپور: ”د انفلاسیون د نرخ ټیټوالی، د اسعارو پر وړاندې د افغانیو د ارزښت لوړوالی، د کورنیو بیو ټیکاو او د افغانستان د بانکدارۍ سکتور ښه والی“

Mpoya
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۵/۱۰ - ۱۶:۱۲
“د نړیوال بانک وروستی راپور: ”د انفلاسیون د نرخ ټیټوالی، د اسعارو پر وړاندې د افغانیو د ارزښت لوړوالی، د کورنیو بیو ټیکاو او د افغانستان د بانکدارۍ سکتور ښه والی

نړیوال بانک په خپل تازه راپور کې چې د ۲۰۲۳ کال د جولای په ۳۱ مه ڼېټه خپور شوی د افغانستان د اقتصادي وضعیت د ښه والي یادونه کړې ده.

په دغه راپور کې راغلي چې په افغانستان کې د انفلاسیون کچه د تېرو میاشتو په پرتله راټیټه شوې او د نورو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ د مبادلې نرخ لوړ شوی چې په پایله کې یې د افغانستان بانک لومړنی هدف چې د کورنیو بیو ټیکاو دی په ښه ډول ساتل شوی او مدیریت شوی دی.

 په دې راپور کې د افغانستان د بانکوالۍ سکتور د ښه والي خبر هم ورکړل شوی چې دا د افغانستان بانک د اغېزناکو او محتاطانه پولي سیاستونو د تطبیق ښکارونه کوي.

نړیوال بانک د خپل راپور په بله برخه کې د کورنیو تولیداتو له زیاتوالي، د کاري فرصتونو رامنځته کولو، د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د معاشونو او امتیازاتو پر وخت ورکولو، د باکیفیته روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو، د صادراتو او د افغانستان ملي عوایدو زیاتوالي ته اشاره کړې ده.

د داسې راپورونو خپرول چې طبعاً د مسلکي ارزونو او تحلیلونو پر بنسټ جوړېږي، څرګندوي چې د افغانستان اقتصاد مثبت طرف ته چټک ګامونه اخلي او د هېواد اقتصادي مسایل په ښه توګه مدیریت شوي دي.

د افغانستان بانک د نړیوال بانک د دې راپور چې د عیني واقعیتونو پر بنسټ جوړ شوی دی د ټولو مثبتو ټکو هرکلی کوي، دا بانک ډاډه دی چې له افغانستان سره د نړۍ مثبت تعامل، په بانکي سکتور د شته محدودیتونو لرې کول او د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو خلاصون به د دې لامل شي چې د افغانستان اقتصادي وضعيت نور هم ښه شي او دا هېواد به د لا ټینګښت او ټیکاو په لور ګامونه پورته کړي.

د افغانستان بانک مشرتابه پلاوی د نړیوال بانک د راپور په تائيد سره ډاډ ورکوي چې د افغانستان بانک ژمن دی، ترڅو د مناسبو مقرراتي او څارنیزو معیارونو او مناسبو حل لارو په نظر کې نیولو سره د هیواد د مالي او بانکي سیستم د ټینګښت او ثبات ساتنه وکړي. دا بانک به د انفلاسیون د نرخ د کنټرول او د ملي پیسو د ټیکاو ساتنې لپاره د هېواد د اقتصادي وضعیت تر لا غوړېدنې خپلو اغېزناکو هلو ځلو ته ادامه ورکړي.

آخرین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۱۳:۵۶
Background image

جلسه‌‌ای با رؤسای بانک‌های تجارتی تدویر یافت

۲۷  ربیع‌الثانی ۱۴۴۷ – جلسه‌ای به ریاست محترم صدیق‌الله خالد، معاون اول د افغانستان بانک با رؤسای بانک‌های تجارتی برگزار شد. در این جلسه پیرامون تقویت سکتور بانکی، گسترش بانکداری اسلامی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۷:۱۲
Background image

تدویر جلسه شورای عالی د افغانستان بانک

جلسه شورای عالی د افغانستان بانک تحت ریاست محترم نور احمد آغا، رئیس کُل  د افغانستان بانک و رئیس شورای عالی،  در دفتر مرکزی د افغانستان بانک برگزار گردید.

محترم نور احمد آغا در آغاز. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۱ - ۱۶:۴۱
Background image

هیئت د افغانستان بانک از چهار ولایت زون جنوب غرب دیدار نمود

هیئتی تحت ریاست محترم صدیق‌الله خالد معاون اول د افغانستان بانک به زون جنوب‌غرب سفر کرد و از فعالیت‌های زون، نمایندگی‌های تحت اثر، نمایندگی های بانک‌های تجارتی و صرافی ها، دیدار نمودند.. . .

بازگشت به خبر