د افغانستان بانک لومړي مرستیال د سوداګریزو بانکونو له استازو سره ولیدل

Mpoya
دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۱۳ - ۱۵:۵۶
د افغانستان بانک لومړي مرستیال د سوداګریزو بانکونو له استازو سره ولیدل

۱۸ صفر المظفر ۱۴۴۵– د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي نور احمد آغا په مشرۍ د سوداګریزو بانکونو له استازو سره غونډه ترسره شوه.

په دې غونډه کې د بانکي سکتور د فعالیتونو د ښه والي، د نویو بانکنوټونو د توزیع، مشتریانو ته د غوره بانکي خدمتونو وړاندې کولو او د نورو بانکي موضوعاتو په اړه د سوداګریزو بانکونو له استازو سره خبرې اترې وشوې. د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي نور احمد آغا وویل چې الحمدالله د افغانستان بانک د معقولو سیاستونو او مؤثرو کړنو په پایله کې د هيواد بانکي سکتور په تېرو دوو کلونو کې د بیلابیلو ستونزو سربېره د پام وړ پرمختګ کړی او د افغانستان بانک په بریالۍ توګه توانیدلای ترڅو دا سکتور د بحران له حالت څخه وژغوري چې دا چاره نه یوازې دا چې د هیواد د بانکي سکتور د ټینګښت لامل شوه بلکه د افغانۍ د ثبات او ارزښت ساتنې په برخه کې یې هم مثبتې پایلې درلودلې دي چې اوسمهال افغانۍ د سیمې په کچه د باثباته پولي واحدونو څخه شمېرل کیږي او ورځ تر بلې یې ارزښت نور هم ښه کیږي. ښاغلي نور احمد آغا د سوداګریزو بانکونو له استازو څخه وغوښتل چې خلکو ته د غوره بانکي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي او د مشتریانو ستونزو ته په سمه توګه رسیدنه وکړي. همدارنګه، نوموړي د افغانۍ د ترویج او د مندرسو بانکنوټونو په نویو بانکنوټونو د بدلولو پروسه کې د سوداګریزو بانکونو رول مهم وباله او ټینګار یې وکړ چې بانکونه دې په دغو برخو کې د روڼتیا اصل په پام کې نیولو سره خپل مسؤلیتونه او همکارۍ جاري وساتي. ښاغلي نور احمد آغا زیاته کړه چې بانکونه بايد د مالي سيستم د اغېزمنتيا او پياوړتيا په موخه د افغانستان بانک له مقرراتو او متحدالمال مکتوبونو سره سم خپل فعاليتونه پرمخ یوسي.

په دې غونډه کې د سوداګریزو بانکونو استازو د افغانستان بانک مشرتابه سره د بانکي سکتور اړوند بیلابیل موضوعات شریک کړل چې د افغانستان بانک لومړي مرستیال د قانون او مقرراتو په رڼا کې د مناسبو حل لارو او آسانتیاوو د رامنځته کولو په برخه کې د همکاریو ژمنه وکړه.

د يادونې وړ ده چې په دې غونډه کې د سوداګريزو بانکونو د استازو سربېره د بانکي څارنې لوی آمر ښاغلي عبدالرحمن قانت هم ګډون کړی وو.

آخرین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۵:۴
Background image

اطلاعیه د افغانستان بانک

در صورتیکه حین مراجعه  به یکی از مؤسسات مالی به کدام مشکل مواجه می شوید ویا با شما برخورد نامناسب صورت می گیرد ویا هم حقوق شما به اساس اصول پرداخت نمیگردد، شما می توانید شکایت خویش را. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۷:۱
Background image

د افغانستان بانک بانکنوتهای مندرس زون غرب را جمع آوری و حریق نمود

۲۰ شعبان المعظم ۱۴۴۷-  د افغانستان بانک طبق طرزالعمل ‌های مربوطه، به ارزش ۵۳۷،۷۴۶،۰۰۰ (پنجصد و سی و هفت میلیون و هفت صد و چهل و شش هزار) افغانی بانکنوتهای مندرس را از زون غرب جمع آوری. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۷:۱۳
Background image

د افغانستان بانک بانکنوتهای مندرس را جمع آوری و حریق نمود

 ۱۴ شعبان المعظم ۱۴۴۷— د افغانستان بانک به منظور ایجاد سهولت در داد و ستد مردم طبق طرزالعمل ‌های مربوطه، به ارزش ۵۸۸،۱۴۰،۰۰۰ (پنجصد و هشتاد و هشت میلیون و یکصد و چهل هزار) افغانی. . .

بازگشت به خبر