د صرافانو ټولنې له استازو سره د همغږۍ غونډه

Mpoya
دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۲ - ۱۵:۱۲
د صرافانو ټولنې له استازو سره د همغږۍ غونډه

۱۴۴۵ د ربیع الثاني ۲۹ مه – د افغانستان بانک د سرپرست رئیس ښاغلي هدایت الله بدري په مشرۍ د صرافانو ټولنې له استازو سره د همغږۍ غونډه جوړه شوه او په دې غونډه کې د افغانۍ د ثبات، د افغانۍ د ترویج او یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې اترې وشوې.

په یاده غونډه کې د افغانستان بانک سرپرست رئیس ښاغلي هدایت الله بدري د افغانۍ د مبادلې نرخ د ټیکاو ساتنې، د افغانستان بانک له قوانینو او مقرراتو څخه د پیروی، افغانۍ د ترویج پر ارزښت او د افغانۍ د لا ډېر ثبات په اړه مفصلې خبرې وکړې.

د افغانستان بانک رئیس د افغانستان بانک او د صرافانو د ټولنې ترمنځ پر لازیاتې همغږۍ ټینګار وکړ او د هېواد په پولي بازارونو کې یې د صرافانو رول ارزښتناک وباله، نوموړي اړوندو څانګو ته لارښوونه وکړه چې د قوانینو او مقرراتو په رڼا کې د صرافانو د فعالیتونو د میکانیزه کولو لپاره کار وکړي.

د يادونې وړ ده، چې په دې غونډه کې د صرافانو د ټولنې د استازو نظرونه او وړانديزونه واورېدل شول او د صرافانو ټولنې هم د همکارۍ ژمنه وکړه.

د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې د اړوندو ادارو استازو او  د افغانستان بانک د بېلابېلو آمریتونو آمرینو هم ګډون درلود او د ذکر شویو موضوعاتو په اړه یې مفصل بحثونه وکړل.

آخرین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۴۸
Background image

نشست شورای عالی د افغانستان بانک برگزار گردید

۱۸ شوال ‌المکرم ۱۴۴۷ هـ.ق – جلسه شورای عالی د افغانستان بانک تحت ریاست محترم نور احمد آغا رئیس کُل د افغانستان بانک که هم ‌زمان ریاست این شورا را نیز بر عهده دارد، با حضور اعضای شورا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۰:۴
Background image

اطلاعیه د افغانستان بانک

در صورتیکه حین مراجعه  به یکی از مؤسسات مالی به کدام مشکل مواجه می شوید ویا با شما برخورد نامناسب صورت می گیرد ویا هم حقوق شما به اساس اصول پرداخت نمیگردد، شما می توانید شکایت خویش را. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۷:۲۳
Background image

معاون اول د افغانستان بانک با معاون یوناما و رئیس برنامه توسعه سازمان ملل متحد دیدار کرد

۲۰ رمضان المبارک ۱۴۴۷ – محترم صدیق‌الله خالد، معاون اول د افغانستان بانک، با محترم اندریکا راتوات، معاون هیئت معاونت سازمان ملل متحد در افغانستان (یوناما)، و محترم استفن رودریگز، مدیر. . .

بازگشت به خبر