د افغانستان بانک خبرتیا!

په بازارونو کې د مبادلې په نرخونو کې نوسانونه یوه معمولي چاره ده. د افغانستان بانک د بازار وضعیت په ځیرتیا سره تر نظر لاندې لري او په دې برخه کې کافي امکانات هم په واک لري، څو د بازار اسعاري اړتیاوې پوره کړي. د بازار د ښه مدیریت لپاره به د افغانستان بانک اړینې کړنې ترسره کړي. ګران هېوادوال دې نه اندېښمن کېږي.