د مالي خدمتونو د پراختیا او بانکی آسانتیاوو رامنځته کولو په اړه غونډه

Mpoya
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۱۶ - ۱۷:۲۰
د مالي خدمتونو د پراختیا او بانکی آسانتیاوو رامنځته کولو په اړه غونډه

۱۴۴۶ د صفر المظفر ۲ مه – د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد په مشرۍ د سوداګریزو بانکونو او د افغانستان د بانکونو ټولنې له استازو سره د مالي خدمتونو د پراختیا په اړه غونډه جوړه شوه.

په یاده غونډه کې د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد وویل، سوداگریز بانکونه د هېواد په اقتصادي رغونه او د مالي خدمتونو د پراختیا په برخه کې مثبت رول تر سره کوي، نوموړي زیاته کړه مونږ په تېرو درېیو کلونو کې د سوداګریزو بانکونو له همکارۍ مننه کوو، دوی په ستونزمونو شرایطو کې زمونږ تر څنګ پاتې شول او زمونږ سره یې اوږه په اوږه د دغه دروند بار په سپکولو کې مرسته وکړه.

د ښاغلي خالد په وینا د افغانستان اسلامي امارت تر بیا ځلي فتحې وروسته په سوداګریزو بانکونو کې د درنو هېوادوالو پر امانتونو یو شمېر محدودیتونه رامنځته شول. لله الحمد دا محدودیتونه په تدریجي ډول را کم کړل شول او ډېر ژر به په دې برخه کې لا زیات پرمختګ رامنځته شي. نوموړي وویل د نقدینګۍ وضعیت مخ په ښه کیدو دی او د بانکي سکتور کړنې د هرې ورځې په تېرېدو سره په مثبت لوري روانې دي.

د افغانستان بانک لومړي مرستیال وویل، چې په سوداګریزو بانکونو کې به د مشتریانو پر امانتونو محدودیتونه راکم شي او همداراز یې وویل چې په سوداګریزو بانکونو کې دې د مشتریانو لپاره د نویو حسابونو پرانیستلو کې اړینې آسانتیاوې راشي، د مشتریانو لپاره په تشویقي لارو چارو کار وشي، په شته بانکي فیسونو کې د کموالی رامنځته شي، ترڅو په دې وسیله درنو هېوادوالو ته په هره برخه کې اړینې آسانتیاوې رامنځته شي.

په دې غونډه کې د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد په هېواد کې د اسلامي بانکوالۍ ترویج ډېر مهم یاد کړ او د سوداګریزو بانکونو له استازو یې وغوښتل چې د اسلامي بانکوالۍ د پراختیا په برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي، نوموړي همدارنګه د صعب الحصول پورونو موضوع هم یاده کړه او د سوداګریزو بانکونو استازو ته یې د افغانستان بانک له اړخه د همکارۍ ډاډ ورکړ.

باید وویل شي چې په دې غونډه کې د سوداګریزو بانکونو او د افغانستان د بانکونو ټولنې استازو ګډون درلود او د غونډې په لړ کې یې خپل نظرونه او وړاندیزونه د افغانستان بانک له مسئولینو سره شریک کړل.

آخرین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۴۸
Background image

نشست شورای عالی د افغانستان بانک برگزار گردید

۱۸ شوال ‌المکرم ۱۴۴۷ هـ.ق – جلسه شورای عالی د افغانستان بانک تحت ریاست محترم نور احمد آغا رئیس کُل د افغانستان بانک که هم ‌زمان ریاست این شورا را نیز بر عهده دارد، با حضور اعضای شورا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۰:۴
Background image

اطلاعیه د افغانستان بانک

در صورتیکه حین مراجعه  به یکی از مؤسسات مالی به کدام مشکل مواجه می شوید ویا با شما برخورد نامناسب صورت می گیرد ویا هم حقوق شما به اساس اصول پرداخت نمیگردد، شما می توانید شکایت خویش را. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۷:۲۳
Background image

معاون اول د افغانستان بانک با معاون یوناما و رئیس برنامه توسعه سازمان ملل متحد دیدار کرد

۲۰ رمضان المبارک ۱۴۴۷ – محترم صدیق‌الله خالد، معاون اول د افغانستان بانک، با محترم اندریکا راتوات، معاون هیئت معاونت سازمان ملل متحد در افغانستان (یوناما)، و محترم استفن رودریگز، مدیر. . .

بازگشت به خبر