د افغانستان بانک د ټولو رئیس د دایکندی له نمایندګۍ څخه لیدنه وکړه

Mpoya
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۲ - ۱۶:۳۰
د افغانستان بانک د ټولو رئیس د دایکندی له نمایندګۍ څخه لیدنه وکړه

۱۴۴۶ د ربیع الاول ۹ مه – د افغانستان بانک د ټولو رئیس ښاغلي نور احمد آغا په بیلابیلو ولایتونو کې د افغانستان بانک د څانګو څخه د لیدنو پر دوام دا ځل د دایکندی نمایندګۍ ته سفر وکړ.

د افغانستان بانک د ټولو رئیس ښاغلي نور احمد آغا د دې لیدنې په ترڅ کې د دایکندی نمایندګۍ له مسئولینو او کارکوونکو سره له نږدې ولیدل او له هغوی څخه یې وغوښتل چې د اخلاق، د فساد مخنیوی په پام کې نیولو سره ګرانو هېوادوالو ته غوره بانکي خدمتونه وړاندې کړي. همداراز، هغه دندو ته پر وخت حاضریدو او په چارو کې د روڼتیا په پام کې نیولو باندې ټینګار وکړ او د کاري مؤثریت د ښه والي او د یو شمیر نورو موضوعاتو په تړاو خبرې وکړې. نوموړي د کارکوونکو د نظرونو او وړاندیزونو د اوریدلو ترڅنګ د هغوی ستونزو ته د رسیدنې او په چارو کې د غوره همغږۍ رامنځته کولو په موخه لازمې لارښوونې وکړې.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان بانک  د ټولو رئیس له څو ورځو راهیسې د افغانستان بانک د نمایندګیو د چارو د ارزونې، د ستونزو د حل او کارکوونکو ته د لازمو لارښوونو په موخه په ولایتونو کې د مرکزي بانک له نمایندګیو څخه د لیدنې په پار سفر پیل کړی او تر دې مهاله یې په بېلابېلو ولایتونو کې د دې بانک له څانګو څخه لیدنې تر سره کړې دي.

آخرین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۱۴:۵۸
Background image

د افغانستان بانک 15 میلیون دالر امریکایی را لیلام میکند

21 ذوالحجة الحرام 1446- د افغانستان بانک الی مبلغ (15) میلیون دالر امریکایی را طی داوطلبی به روز پنجشنبه مؤرخ 22 ذوالحجة الحرام 1446 (1404/03/29) بطور لیلام بفروش می رساند. بدینوسیله از. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۶ - ۱۱:۳۸
Background image

اطلاعیه د افغانستان بانک

د افغانستان بانک با در نظر داشت تعهد قبلی خویش، محدودیتهای وضع شده بر سپرده های بانکی هموطنان را کاهش داده است. اکنون میتوانید مبلغ بیشتری را نسبت به گذشته از حسابهای بانکی خود طورذیل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۶:۵۳
Background image

انستیتیوت مالی و بانکی افغانستان بار دیگر گشایش یافت

۶ ذوالحجه الحرام ۱۴۴۶ – محترم صدیق الله خالد معاون اول د افغانستان بانک، انستیتیوت مالی و بانکی افغانستان را مجدداً افتتاح نمود.

محترم صدیق الله خالد معاون اول د افغانستان بانک  هنگام. . .

بازگشت به خبر