د افغانستان بانک په نوښت د ملي او نړیوالو ادارو په ګډون د وړو تمویلونو ملي کنفرانس جوړ شو

Mpoya
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۳ - ۱۷:۲۵
د افغانستان بانک په نوښت د ملي او نړیوالو ادارو په ګډون د وړو تمویلونو ملي کنفرانس جوړ شو

۱۴۴۶ د جمادی الاول ۱۱ مه – د افغانستان بانک په نوښت د ملي او نړیوالو ادارو د استازو، د بهرنیو هېوادونو سفیرانو او د ډله ایزو رسنیو د استازو په ګډون په کابل سرینا هوټل کې د وړو تمویلونو ملي کنفرانس جوړ شو. د دې کنفرانس موخه د وړو تمویلونو د سکتور وده او پراختیا او د خصوصي او دولتي سکتورونو او ملي او نړیوالو ادارو ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ رامنځته کول وو، ترڅو په دې وسیله په هېواد کې د فقر کچه را ټیټه او د دندو د پیدا کېدو لامل شي.

د کنفرانس په پیل کې د افغانستان بانک د ټولو رئیس ښاغلي نور احمد آغا د کنفرانس ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو او د مننې ترڅنګ یې د وړو تمویلونو پر اهمیت خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې واړه تمویلونه مالي پانګې ته د اشخاصو او تشبثاتو د لاسرسي د برابرولو له لارې، د کاري فرصتونو د رامنځته کولو، د بې وزلۍ کمولو او د ټولنو د پیاوړي کولو په برخه کې بنسټیزه ونډه لري چې دا کار له یوې خوا د کوچنیو کاروبارونو او محلي تولیداتو د ودې لامل کیږي او له بلې خوا خلکو ته اقتصادي فرصتونه او عایداتي سرچینې برابروي.

ښاغلي نور احمد آغا د خپلو خبرو په بله برخه کې وویل چې د هېواد په اقتصاد کې د وړو تمویلونو د سکتور د اهمیت په پام کې نیولو سره، د افغانستان بانک د دې سکتور د کړنو د تنظیم او څارنې لپاره مقرراتي چوکاټ جوړ کړی دی چې اوسمهال د وړو تمویلونو مؤسسې کولای شي د اړوندو مقرراتو په رڼا کې د فعالیت جواز ترلاسه کړي او د هېواد په اقتصادي وده او رغښت کې خپله ونډه ترسره کړي.

ورپسې، د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال قدرمن الحاج ملا عبدالغني برادر آخند د افغانستان بانک له رهبرۍ څخه د مننې کولو ترڅنګ د بانکي سکتور د اغېزناک مدیریت، مالي ثبات او د افغانۍ ارزښت ساتلو په برخه کې د افغانستان بانک د مشرتابه د معقولو پالیسیو ستاینه وکړه او همدارنګه د دې کنفرانس پر اهمیت یې خبرې وکړې.

ښاغلي الحاج ملا عبدالغني برادر آخند وویل چې د بې وزلۍ او بیکارۍ کمول او د کاري فرصتونو رامنځته کول د افغانستان اسلامي امارت په مسئولیتونو او لومړیتوبونو کې دي او دا چې د دې سکتور ذینفعان عام خلک، بزګران، بېوزلي او د کوچنیو کاروبارونو خاوندان دي، د دې سکتور د پیاوړتیا لپاره اسلامي امارت او نړیواله ټولنه ګډه موخه لري.

ښاغلي الحاج ملا عبدالغني برادر آخند د خپلو خبرو په بله برخه کې وویل، دولت ژمن دی چې دا سکتور پیاوړی کړي او د مالي تمویلونو سکتور د تنظیم او څارنې لپاره د مقرراتي چوکاټ جوړول یې د دې سکتور د پراختیا په برخه کې یو بنسټیز ګام یاد کړ.

د دې کنفرانس په دوام کې د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي مولوي امیر خان متقي د وړو تمویلونو د سکتور په وده کې د بهرنيو شریکانو د رول او اهمیت په اړه خبرې وکړې.  ورپسې، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سازمان د سرمنشي ځانګړې استازې آغلې روزا اتونبایوا په نورو هېوادونو کې د وړو تمویلونو د سکتور پر رول او په افغانستان کې د وړو تمویلونو سکتور په برخه کې د نړیوالې ټولنې او د ملګرو ملتونو د ادارو د همکاریو په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې نړیواله ټولنه او د ملګرو ملتونو ادارې ژمنې دي چې د افغانستان د وړو تمویلونو سکتور د پرمختګ لپاره له کورنیو ادارو سره په ګډه همکاري وکړي. آغلې اتونبایوا زیاته کړه چې نړیوال بانک په افغانستان کې د وړو تمویلونو د پروژو پلي کولو لپاره ځانګړی پروګرام په پام کې لري او د ملګرو ملتونو د ګډونوالو او پناه غوښتنکو چارو اداره ژمنه ده چې د دې سکتور د پروژو په اړه خپل پلان پراخ کړي.

ورپسې، د افغانستان د مالیې وزارت د پالیسۍ مرستیال ښاغلي انجینر سلطان محمد زبیر د دې سکتور لپاره د دولت د مالي سرچینو د کارولو او د صنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي الحاج نورالدین عزیزي په بېلابېلو سکتورونو کې د وړو تمویلونو د سکتور د ملاتړ په موخه د لویو شرکتونو د رول په اړه په خپل وار خبرې وکړې.

د دې کنفرانس په بله برخه کې د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد په افغانستان کې د وړو تمویلونو سکتور د فرصتونو او ننګونو په اړه هر اړخیز پریزنټېشن وړاندې کړ. ورپسې د شرایطو وړ شرکتونو ته د جواز ورکولو د مراسمو ترڅنګ د بېلابېلو ګردي میزونو (پینلونو) له لارې د بحث او خبرو اترو زمینه برابره شوه چې په دې کنفرانس کې د وزارتونو، خصوصي بانکونو او د ملي او نړیوالو ادارو د متخصصینو، سلاکارانو او استازو ترمنځ د وړو تمویلونو سکتور په پیاوړتیا کې د شرکتونو، بانکونو او له هېواد څخه بهر سوداګرو د ونډې، د دې سکتور په پیاوړتیا کې د نړیوالو مؤسسو پر رول او په هېواد کې د وړو تمویلونو د سکتور د فرصتونو او ننګونو په اړه بحثونه ترسره او نظرونه تبادله شول.

د دې کنفرانس جمع بندي د افغانستان بانک د ریاست د دفتر لوی آمر ښاغلي فدا محمد فیضان لخوا تر سره شوه. ښاغلي فیضان د ګډونوالو له ګډون او اغېزناکو نظرونو څخه د مننې ترڅنګ د وړو تمویلونو ملي کنفرانس د دې سکتور د پراختیا او ودې لپاره ګټور یاد کړ او زیاته یې کړه چې د افغانستان بانک به په خپل وار د وړو تمویلونو سکتور په پیاوړتیا کې اغېزناکه او دوامداره هڅې کوي.

آخرین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۴۸
Background image

نشست شورای عالی د افغانستان بانک برگزار گردید

۱۸ شوال ‌المکرم ۱۴۴۷ هـ.ق – جلسه شورای عالی د افغانستان بانک تحت ریاست محترم نور احمد آغا رئیس کُل د افغانستان بانک که هم ‌زمان ریاست این شورا را نیز بر عهده دارد، با حضور اعضای شورا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۰:۴
Background image

اطلاعیه د افغانستان بانک

در صورتیکه حین مراجعه  به یکی از مؤسسات مالی به کدام مشکل مواجه می شوید ویا با شما برخورد نامناسب صورت می گیرد ویا هم حقوق شما به اساس اصول پرداخت نمیگردد، شما می توانید شکایت خویش را. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۷:۲۳
Background image

معاون اول د افغانستان بانک با معاون یوناما و رئیس برنامه توسعه سازمان ملل متحد دیدار کرد

۲۰ رمضان المبارک ۱۴۴۷ – محترم صدیق‌الله خالد، معاون اول د افغانستان بانک، با محترم اندریکا راتوات، معاون هیئت معاونت سازمان ملل متحد در افغانستان (یوناما)، و محترم استفن رودریگز، مدیر. . .

بازگشت به خبر