د تش بست خبرتیا

Mpoya
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۵:۴
د تش بست خبرتیا

تاریخ نشر

تاریخ ختم

د بست نوم: د شپې شفټ د معلوماتو ساتنې ارشد آفیسر

آمریت: د معلوماتي ټکنالوژۍ لوی آمریت

ګریډ: اووم ) ۷(

د پیل نېټه: ۱۴۴۷ د ربیع الثانی  ۲۸

د پای نېټه: ۱۴۴۷د جمادی الاول  ۱۳

د ګمارنې ډول: دایمي

دندې او مسؤولیتونه:

• له سم او پر وخت فعالیت څخه د ډاډ ترلاسه کولو په موخه د شپې په اوږدو او د رخصتیو په ورځو کې د بانکونو ترمنځ سیستم (ACSS)  مانیټورنګ؛

• د معلوماتو د ساتنې ارشد مدیریت ته د اړوندو سندونو او فایلونو مدیریت او ترتیبول؛

•  د کارکوونکو د بېړنیو ستونزو د حل لپاره له اړوندو برخو سره همغږي کول او د کړنو د منظم راپور ورکول؛

• له تګلارې، کړنلارې او فورمونو سره سم د بانکونو ترمنځ سیستم په بېلا بېلو ماډیولونو کې د مرکز او نمایندګیو د کارکوونکو د اړتیا وړ یوزرونو د واکونو رامنځته کول، تعدیلول، لوړول او کمول؛

• له تګلارې، کړنلارې او اړوندو فورمونو او د اړینو لارښوونو سره سم د یوزرونو ستونزو ته رسېدنه، د بانکونو ترمنځ یوزرونو حسابونو ته د لاسرسي برابرول ؛

•  د تګلارو، کړنلارو او اړوندو فورمونو او اړینو لارښوونو سره سم د بانکونو ترمنځ سیستم په ماډیولونو کې د پاسورډونو نوي کول او د بانکونو ترمنځ د یوزرونو او نورو ماډیولونو نوي کول؛

•  د بانکونو ترمنځ سیستم په کارولو سره د بانک د کارکوونکو روزنه او ارزون؛.

• له مستقیم مدیر سره په همغږۍ د کاري مسوولیت په رعایتولو سره د شفټ د اړوندو چارو تسلیمي اخیستل او تسلیمي ورکول؛

• د مکتوبونو، وړاندیزونو، پوښتنپاڼو او نورو اداري لیکونو لیکل او د مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر په لارښوونه په ټاکلي وخت د هغې طی مراحل کول؛

• په کره او منظمه توګه د هارډ او سافټ کاپي په بڼه په فایلونو او کارتنونو کې د مکتوبونو، وړاندیزونو، استعلامونو او نورو اداري لیکونو تنظیمول او ساتل؛

• د اړوند مدیریت د کړنو د پرمختګ او لاسته راوړنو په اړه د اوونیز، میاشتني، دري میاشتني، کلني او د اړتیا په صورت کې نورو راپورونو راټولول، یوځای کول او ترتیبول؛

• د کاري پلانونو ترتیبول او مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر ته د کاري راپور وړاندې کول.

د نورو هغو دندو او مسئولیتونو ترسره کول چې د کړنلارو، لارښوونو او د لوړو مقاماتو له لارښوونو سره سم د لایحې او مقرراتو له مخې سپارل کېږي.

د زده کړې درجه:

• کمپیوټر ساینس او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې د لیسانس او د دندې اړوندو تخصصي اسنادو درلودل.

تجربه:

 د دندې اړوند دوه (۲) کلنه کاري تجربه.

مهارتونه او وړتیاوې

د هېواد له رسمي ژبو او انګلیسي سره بلدتیا.

•  د مدیریتي  مهارتونو درلود.

• په خبرو کې فصاحت او بلاغت.

• د کمپیوټري پروګرامونو او بانکي سیستمونو او د معلوماتي تکنالوژۍ نورو برخو سره بلدتیا.

• د پروپوزلونو د لیکلو او د پروژو د مدیریت کولو وړتیا.

•  د امنیتي سیستمونو Network+ او  CompTIA Security+  عامل سیستم سره بلدتیا.

• له بانکي قوانینو او مقررو سره بلدتیا.

• د مکتوبونو، وړاندیزونو او کاري راپورونو د لیکلو وړتیا.

• د کاري مسوولیت درک او په کاري ساحه کې د ستونزو پېژندل؛

• د دندې محرمیت ساتل؛

• د مرکزي بانک د دندو او موخو څخه پوهاوی درلودل؛

شخصي صفتونه او ارزښتونه:

رښتینی، د نیک چلند خاوند، نوښتګر، ډسپلین لرونکی، دندې او وخت ته پوره پابند، ډله ایز کار ته لېواله، همکار، مسئولیت منونکی، تصمیم نیوونکی او په کاري برخه کې مسلکي.

یادونه:

• درخواست کوونکی کولای شي لومړی په Jobs.dab.gov.af ویب پاڼه کې ځانته یوزر جوړ او بیا د خپلي خوښي بست وټاکي او غوښتل شوي سندونه دې د pdf په بڼه اپلوډ کړي.

• د ازموینې د اخیستلو لپاره یوازې له ټاکل شویو درخواست کوونکو سره اړیکه نیول کېږي.

• د آزموینې نېټه وروسته اعلانیږي.