په خوست او پکتیا ولایتونو کې د افغانستان بانک د کارکوونکو او صرافانو لپاره ښوونیز ورکشاپونه جوړ شول

Anonymous (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۸/۴/۳ - ۱۱:۱۴
په خوست او پکتیا ولایتونو کې د افغانستان بانک د کارکوونکو او صرافانو لپاره ښوونیز ورکشاپونه جوړ شول

کابل، د ۱۳۹۸ کال د غبرګولي ۲۹ او د چنګاښ لومړۍ – د افغانستان بانک د مالي چارو د څارلو د لوی آمریت له لوري په خوست او پکتیا ولایتونو کې د صرافانو او د افغانستان بانک د سویل ختیځ زون د ولایتي نمایندګیو کارکوونکو ته د افغانستان بانک د قوانینو په اړه د پوهاوي ښوونیز ورکشاپونه جوړ شول.

په هغه ښوونیز ورکشاپ کې چې د غبرګولي د میاشتې په ۲۹ مه نېټه د سویل ختیځ زون په مرکز ګردیز کې جوړ شوی ؤ د دې زون کارکوونکو ته په کې د افغانستان بانک د مرکزي دفتر د مسئولینو له لوري په رڼه توګه د پولي خدمتونو د وړاندې کولو او د دې بانک د قوانینو د تطبیق په اړه معلومات ورکړل شول.

همدارنګه د روان کال د چنګاښ د میاشتې په لومړۍ نېټه په خوست ولایت کې هم د افغانستان بانک د استازو له لوري د دې ولایت صرافانو او د افغانستان بانک کارکوونکو ته د صرافانو او پولي خدمتونو د کړنو د تنظیم، د شرکتي او انفرادي جوازونو د صادرلو او کړنو د څرنګوالي په اړه معلومات وړاندې شول.

په یاد ورکشاپ کې د صرافانو او پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو څخه د څارنې د مدیریت مرستیال ښاغلي شفیق الله شینواري وویل، د دې لپاره چې یوه ښه او باثباته مالي څارنه رامنځته شي لازمه ده چې د افغانستان بانک د قوانینو په اړه خبرتیا شتون ولري.

د دې ښوونیز ورکشاپ په بله برخه کې د افغانستان بانک د سویل ختیځ زون آمر ښاغلي معلم شاه نیکیار یادونه وکړه چې دافغانستان بانک هڅه کوي چې خپلې ټولې چارې له نړیوالو قوانینو سره برابر کړي.

نوموړي د یاد ولایت له صرافانو، د پولي خدمتونو د شرکتونو له استازو څخه وغوښتل چې خپلې چارې د افغانستان بانک د قوانینو مطابق مخته یوسي.

د یادونې وړ ده چې په دې ورکشاپ کې د خوست مرستیال والي ښاغلي عبدالواحد پتمن هم ګډون کړی ؤ او نوموړي په راکړه ورکړه کې د افغانیو په کارونه او د هغه په اهمیت خبرې وکړې.

ښاغلي پتمن وویل، افغانۍ زموږ ملي هویت دی او په کار ده چې د دغه ملي هویت په ترویج او ساتنه کې ټول ونډه واخلو.

ورپسې د خوست د صرافانو اتحادیې رئیس ښاغلي حاجي دیندار هم خبرې وکړې، د افغانستان بانک د قوانینو ستاینه یې وکړه او د دې قانون په تطبیق کې یې د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.

پاتې دې نه وي چې په دې ورکشاپ کې د افغانستان بانک د سویل ختیځ زون د یو شمېر کارکوونکو سربېره تر دوه سوه زیاتو صرافانو او د مالي خدمتونو وړاندې کوونکو ګډون کړی وو او په دې زون کې یې د دې ډول زیاتو ورکشاپونو د جوړولو غوښتنه وکړه.

آخرین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۴۸
Background image

نشست شورای عالی د افغانستان بانک برگزار گردید

۱۸ شوال ‌المکرم ۱۴۴۷ هـ.ق – جلسه شورای عالی د افغانستان بانک تحت ریاست محترم نور احمد آغا رئیس کُل د افغانستان بانک که هم ‌زمان ریاست این شورا را نیز بر عهده دارد، با حضور اعضای شورا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۰:۴
Background image

اطلاعیه د افغانستان بانک

در صورتیکه حین مراجعه  به یکی از مؤسسات مالی به کدام مشکل مواجه می شوید ویا با شما برخورد نامناسب صورت می گیرد ویا هم حقوق شما به اساس اصول پرداخت نمیگردد، شما می توانید شکایت خویش را. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۷:۲۳
Background image

معاون اول د افغانستان بانک با معاون یوناما و رئیس برنامه توسعه سازمان ملل متحد دیدار کرد

۲۰ رمضان المبارک ۱۴۴۷ – محترم صدیق‌الله خالد، معاون اول د افغانستان بانک، با محترم اندریکا راتوات، معاون هیئت معاونت سازمان ملل متحد در افغانستان (یوناما)، و محترم استفن رودریگز، مدیر. . .

بازگشت به خبر