په بدخشان ولایت کې د عامه اعتبارونو د ثبت او د منقولو مالونو د رهني حقونو د ثبت د سیستمونو په اړه روزنیز ورکشاپ جوړ شو

Mpoya
یکشنبه ۱۳۹۸/۸/۵ - ۱۳:۲۷
په بدخشان ولایت کې د عامه اعتبارونو د ثبت او د منقولو مالونو د رهني حقونو د ثبت د سیستمونو په اړه روزنیز ورکشاپ جوړ شو د افغانستان بانک په ولایتونو کې د ورکشاپونو او سیمنارونو په لړۍ کې دا ځل ښځینو سوداګرو،  سوداګرو،  صنعت کوونکو او خصوصي متشبثینو ته د عامه اعتبارونو د ثبت او د منقولو مالونو د رهني حقونو د ثبت د سیستمونو په اړه د پوهاوۍ یو ورځنۍ روزنیز ورکشاپ جوړ کړ. د عامه اعتبارونو د ثبت آمر ښاغلي داکتر سید عزیز سادات د ورکشاپ په پیل کې وویل چې د دې ورکشاپ موخه د سوداګرۍ د ودې او پرمختک په برخه کې مالي وج

د افغانستان بانک په ولایتونو کې د ورکشاپونو او سیمنارونو په لړۍ کې دا ځل ښځینو سوداګرو،  سوداګرو،  صنعت کوونکو او خصوصي متشبثینو ته د عامه اعتبارونو د ثبت او د منقولو مالونو د رهني حقونو د ثبت د سیستمونو په اړه د پوهاوۍ یو ورځنۍ روزنیز ورکشاپ جوړ کړ.

د عامه اعتبارونو د ثبت آمر ښاغلي داکتر سید عزیز سادات د ورکشاپ په پیل کې وویل چې د دې ورکشاپ موخه د سوداګرۍ د ودې او پرمختک په برخه کې مالي وجوه ته د اسانه لاسرسۍ لپاره د لازمه آسانتیاوو برابرول او د پوهاوۍ وړاندې کول.

هغه زیاته  کړه چې د دې سیستمونو له جوړیدو څخه مخکې د زیاتو ادارو لپاره مالي وجوهو ته لاسرسۍ ستونزمن ؤ چې د یادو سیستمونو په جوړیدو سره مالي وجوهو ته لاسرسۍ زیاتوالی ومونده.

د ورکشاپ په دوام کې د عزیزي بانک، د افغانستان اسلامي بانک او د کوچنيو پورونو د بانک استازو د عامه اعتبارونو د ثبت او د منقولو مالونو د رهني حقونو د ثبت د سیستمونو لخوا په رامنځ ته شویو آسانتیاوو او د اړوندو بانکونو د پور ورکولو په شرایطو خبرې وکړلې.

د یادونې وړ ده چې د ورکشاپ په پای کې د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل شو.

آخرین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۴۸
Background image

نشست شورای عالی د افغانستان بانک برگزار گردید

۱۸ شوال ‌المکرم ۱۴۴۷ هـ.ق – جلسه شورای عالی د افغانستان بانک تحت ریاست محترم نور احمد آغا رئیس کُل د افغانستان بانک که هم ‌زمان ریاست این شورا را نیز بر عهده دارد، با حضور اعضای شورا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۰:۴
Background image

اطلاعیه د افغانستان بانک

در صورتیکه حین مراجعه  به یکی از مؤسسات مالی به کدام مشکل مواجه می شوید ویا با شما برخورد نامناسب صورت می گیرد ویا هم حقوق شما به اساس اصول پرداخت نمیگردد، شما می توانید شکایت خویش را. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۷:۲۳
Background image

معاون اول د افغانستان بانک با معاون یوناما و رئیس برنامه توسعه سازمان ملل متحد دیدار کرد

۲۰ رمضان المبارک ۱۴۴۷ – محترم صدیق‌الله خالد، معاون اول د افغانستان بانک، با محترم اندریکا راتوات، معاون هیئت معاونت سازمان ملل متحد در افغانستان (یوناما)، و محترم استفن رودریگز، مدیر. . .

بازگشت به خبر