د شمال زون صرافانو او د پولي خدمتونو وړاندې کوونکو ته د روزنې او پوهاوي پروګرام جوړ شو

Mpoya
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۲۰ - ۱۵:۳۲
د شمال زون صرافانو او د پولي خدمتونو وړاندې کوونکو ته د روزنې او پوهاوي پروګرام جوړ شو

بلخ د 1398 کال د سلواغې 15 - د هېواد صرافانو او د پولي خدمتونو وړاندي کوونکو ته د روزنیزو پروګرامونو د دوام په لړ کې د افغانستان بانک د غیر بانکي مالي موسسو د څارنې د لوی آمریت لخوا په بلخ ولایت کې هم "د صرافانو او د پولي خدمتونو وړاندې کوونکو د تنظیم مقررې روزنه او د صرافیو او د انفرادي پولي خدمتونو حقوقي جوړښت د صرافۍ او پولي خدمتونو پر شرکتونو بدلول" تر عنوان لاندي روزنیز پروګرام جوړ شو.

دا پروګرام د افغانستان بانک د شمال زون د آمریت معاون او سرپرست ښاغلي محمد اسرار پویا لخوا پرانیستل شو. ښاغلي پویا د دې پروګرام د جوړولو د موخو او ارزښت په تړاو معلومات وړاندې کړل.

ورپسې د صرافانو او پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو د څارنې لوی مدیر ښاغلي شاه پور میاخیل د څارنې د موخو، مسوولیتونو، مکلفیتونو او د صرافانو او د پولي خدمتونو وړاندې کوونکو د  مجازو او منع شوو کړنو په اړه اړین توضیحات ورکړل.

د یادونې وړ ده چې په دې پروګرام کې د پیسو وینځلو او د ترهه ګرۍ د تمویل، د صرافیو او د پولي خدمتونو موسسو لپاره د جواز اخیستلو، د صرافۍ او پولي خدمتونو د مقررې په تړاو د وروستیو تعدیلاتو په اړه هم هراړخیزې خبرې وشوې.

د دې پروګرام د جوړولو په مراسمو کې د پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو، د مزارشریف د ښار، د حیرتانو ښارګوټي او د سمنګانو د ولایت صرافانو، او د سوداګریزو بانکونو د څانګو، د سوداګرۍ او صنعت خونې او نورو سیمه ایزو ادارو مدیرانو په ګډون ۲۸۰ تنو ونډه اخیستې وه.

په دې پروګرام کې د صرافانو د ټولنې رییس د ورته پروګرامونو جوړول ګټور وبلل او د دې پروګرامونو د جوړولو په برخه کې د افغانستان بانک د لا زیاتو همکاریو غوښتونکی شو.  ورپسې د غیربانکي مالي موسسو د څارنې د لوی آمریت لخوا ګمارل شوي پلاوي د صرافانو او د پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو غوښتنې او نظرونه واوریدل او ورته یې لازم ځوابونه وړاندې کړل.

پاتې دې نه وي چې د افغانستان بانک هر کال په ټول هېواد کې د صرافانو او د پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو د ظرفیت او پوهاوي لوړولو لپاره د اړونده قوانینو او مقررو د رعایتولو او پلي کولو لپاره بېلابېل او ګڼ پروګرامونه جوړوي.

آخرین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۷:۲۳
Background image

معاون اول د افغانستان بانک با معاون یوناما و رئیس برنامه توسعه سازمان ملل متحد دیدار کرد

۲۰ رمضان المبارک ۱۴۴۷ – محترم صدیق‌الله خالد، معاون اول د افغانستان بانک، با محترم اندریکا راتوات، معاون هیئت معاونت سازمان ملل متحد در افغانستان (یوناما)، و محترم استفن رودریگز، مدیر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۵:۴
Background image

اطلاعیه د افغانستان بانک

در صورتیکه حین مراجعه  به یکی از مؤسسات مالی به کدام مشکل مواجه می شوید ویا با شما برخورد نامناسب صورت می گیرد ویا هم حقوق شما به اساس اصول پرداخت نمیگردد، شما می توانید شکایت خویش را. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۷:۱
Background image

د افغانستان بانک بانکنوتهای مندرس زون غرب را جمع آوری و حریق نمود

۲۰ شعبان المعظم ۱۴۴۷-  د افغانستان بانک طبق طرزالعمل ‌های مربوطه، به ارزش ۵۳۷،۷۴۶،۰۰۰ (پنجصد و سی و هفت میلیون و هفت صد و چهل و شش هزار) افغانی بانکنوتهای مندرس را از زون غرب جمع آوری. . .

بازگشت به خبر