د مشرانو جرګې د شکایتونو د اوریدو کمېسیون د تورونو ردول

Mpoya
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۴/۳۱ - ۱۶:۲۸
د مشرانو جرګې د شکایتونو د اوریدو کمېسیون د تورونو ردول

کابل- افغانستان: د افغانستان بانک د مشرانو جرګې د شکایتونو د اوریدو کمېسیون لخوا لویې څارنوالۍ ته د ښاغلي اجمل احمدي معرفي کول ناسم عمل بولي او هغه د لاندې دلایلو پر بنسټ ردوي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت: د صنعت او سوداګرۍ وزارت د تیرو کلونو تشکیل تخنیکي ستونزې (د دریم، څلورم، پنځم او شپږم بستونو له ډلې اویا سلنه تخنیکي بستونو د دندو ورته لایحې) درلودې. له همدې امله، د بنسټیزو موخو د پلي کیدو په موخه د صنعت، سوداګرۍ او پانګونې د سکتورونو تشکیل تر بیاکتنې او ارزونې لاندې ونیول شو.

د ۱۳۹۹ مالی کال تشکیل له غور او څېړنې وروسته د اړوندو تقنیني سندونو پر بنسټ جوړ او ترتیب شوی او د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مشرتابه پلاوي له ګډې هڅې وروسته یاد تشکیل د قانوني طی مراحلو لپاره د اداري اصلاحاتو کمېسیون ته استول شوی دی. د صنعت او سوداګرۍ وزارت د ۱۳۹۹ مالي کال د تشکیل طرحه د جمهوري ریاست د عالي مقام د  ۱۳۷ ګڼې ۱۳۹۹/۱/۲۶ نېټې حکم پر بنسټ منظوره شوې ده.

په منظور شوي تشکیل کې ۳۰۰ بستونه چې د دندو سرلیک یې بدلون او یا له یوې برخې بلې برخې ته لیږدول شوي ؤ په ورته بستونو کې ځای پر ځای شوي دي. البته ۲۱ بستونه چې د دندو لایحو یې له ۳۰ سلنې څخه ډېر بدلون درلوده، بستونه یې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د کمېسیون د پلي کیدوونکي کړنلارې پر بنسټ د اعلان وړ وګڼل شول. دا ۲۱ بستونه د ټول تشکیل یو نیم سلنه جوړوي. د یادونې وړ ده چې دا اشخاص د هغو بستونو له اعلان وروسته چې د دندو لایحو یې بدلون موندلی دی، کولای شي بیا ځلې د ګمارنې په پروسه کې ګډون وکړي.

د افغانستان بانک: د دافغانستان بانک پنځه تنه کارکوونکي د عالي شورا د پرېکړې او د د افغانستان بانک د قانون د ۲۰ مادې او د یادې شورا د پرېکړې له اوریدو وروسته د د افغانستان بانک د قانون د ۱۲ مادې په پام کې نیولو سره د افغانستان د اسلامي جمهوریت د عالي مقام د پرېکړې پر بنسټ او د هېواد د نافذه قوانینو په رڼا کې له خپلو دندو ګوښه شوي دي. یاد اشخاص د اداري فساد په اوو قضیو کې تورن دي او د نورو څېړنو په موخه یې اسناد د لویې څارنوالۍ محترمې ادارې ته لیږل شوي دي.

له دې مخکې، د سوداګرۍ او صنایعو وزارت پخوانی او د د افغانستان بانک اوسنی سرپرست، ښاغلی اجمل احمدي د سوداګرۍ او صنایعو وزارت له مرستیال او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د کمیسیون له استازو سره یوځای د مشرانو جرګې د شکایتونو اوریدو کمیسیون د غړو پوښتنو ته د ځواب ورکولو لپاره د دې کمیسیون په یوه رسمي غونډه کې ګډون کړی ؤ، چې په پای کې د شکایتونو د اوریدو کمیسیون رئیس د تخنیکي او اداري موضوعاتو پرځای شخصي بحثونه مطرح کړل او شخصي تورونه یې ولګول.

په پای کې یو وار بیا مونږ دا تورونه ردوو او خلکو ته د هر ډول ځواب ویلو لپاره چمتو یو.

آخرین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۴:۶
Background image

اطلاعیه د افغانستان بانک

د افغانستان بانک به اطلاع هموطنان عزیز می‌رساند که به‌منظور ارایه خدمات بهتر، آسان‌تر و سریع‌تر، فعالیت‌های سیستم بین‌البانکی  (ACSS)  ای سی ایس ایس از این پس به‌صورت ۲۴ ساعته فعال می. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۲:۳۴
Background image

هموطنان عزیز!

در صورتیکه حین مراجعه  به یکی از مؤسسات مالی به کدام مشکل مواجه می شوید ویا با شما برخورد نامناسب صورت می گیرد ویا هم حقوق شما به اساس اصول پرداخت نمیگردد، شما می توانید شکایت خویش را. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۶:۹
Background image

تدویر جلسه تحت رهبری د افغانستان بانک به منظور  گسترش پرداخت‌های الکترونیکی و جمع‌آوری دیجیتلی عواید 

۲۱ رجب‌المرجب ۱۴۴۷ - نشستی تحت ریاست  محترم صدیق‌الله خالد معاون اول د افغانستان بانک با اتحادیه و مؤسسات پول الکترونیک افغانستان برگزار گردید. در این نشست موضوعات مربوط به تطبیق حکم. . .

بازگشت به خبر