د هېواد د معتبره پوهنتونونو له څو تنو استادانو سره د افغانستان بانک په نوښت د پولي سیاستونو په تړاو د ناستې جوړول

Mpoya
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۳/۲۴ - ۱۷:۱۷
د هېواد د معتبره پوهنتونونو له څو تنو استادانو سره د افغانستان بانک په نوښت د پولي سیاستونو په تړاو د ناستې جوړول

کابل، ۱۴۴۳ ذوالقعده ۱۵ مه - د افغانستان بانک د پولي سیاستونو د طرحې او پلي کولو په تړاو له علمي ټولنې سره د اړیکو د ټینګښت او دوام د اصل او د اقتصاد پوهنځي د مالي او بانکي چارو د استادانو له نیکو نظرونو څخه د ګټې اخیستنې په پام کې نیولو سره د اکاډمیکې ټولنې له څو تنو استادانو سره ناسته ترسره کړه.

د دې پروګرام د جوړولو موخه د شته شرایطو په پام کې نیولو سره د پالیسیو د اعتبار د پیاوړي کولو او د ګټورو او اغیزناکو پروګرامونو د طرحه کولو په تړاو د اقتصاد پوهنځي د علمي کادرونو او استادانو بحث او د نظرونو تبادله او د لید لورو ترلاسه کول ګڼل کیږي.

د افغانستان بانک د لوی ریاست سرپرست ښاغلي حاجي ادریس د ناستې په پرانیستیزې وینا کې وویل چې د افغانستان بانک او تحصیلي ادارو ترمنځ اړینه همغږي شته چې مرکزي بانک ورته بشپړ ارزښت ورکوي، په ځانګړې توګه هغه مهال چې د پوهنتونونو د پوهو کادرونو علمي او اغیزناکه لیدلوري، د پروګرامونو او د پولي سیاستونو په طرحه کولو باندې مثبتې اغېزې ولري. په همدې موخه د افغانستان بانک پرېکړه وکړه، څو د شرایطو په پام کې نیولو سره، د پولي سیاست د طرحه کولو، پلې کولو او تر لاس لاندې نیولو په اړه ناسته وکړي.

وروسته د افغانستان بانک د پولي سیاست د لوی آمریت مرستیال ښاغلي عبدالله مسعود د پولي سیاستونو د طرحې، پلي کولو او اجراء کولو په تړاو هر اړخیز پریزنټیشن وړاندې کړ او د بحث ګډونوالو څخه يې د ګټورو نظرونو غوښتنه وکړه.

ورپسې د آزاد بحث او د نظرونو د تبادلې زمینه برابره شوه چې په پیل کې د افغانستان بانک د اقتصادي چارو ستر سلاکار ښاغلي لطف الحق نور پسرلي د پوهنتونونو د استادانو لیدلوري مهم وګڼل او ويې ویل، د افغانستان بانک ټولو استادانو ته ډاډ ورکوي چې د پولي سیاستونو د طرحې او پلي کولو په برخه کې ستاسو د رغنده او اغېزمنو نظرونو هرکلی کوي او له دې نظرونو به ګټه پورته کړي.

همدارنګه، ښاغلي پسرلي زیاته کړه، د نیکمرغۍ ځای دی چې نن مونږ د خپلو هېوادوالو له مسلکي او وړ کادرونو سره د ناستې شاهدان یو چې د خلکو له درد سره اشنا دي او په فکر او هڅو به یې ستونزو ته د حل لاره پیدا کړو.

ورپسې د افغانستان بانک د پولي سیاست آمر، ښاغلي احمد جواد سداد د پولي سیاست د ابزارونو، د پولي سیاست د اډانې او د اسعاري رژیمونو د ډولونو او د بازار عملیاتو لوی آمر ښاغلي عباس سامح د اسعاري زېرمو د مدیریت، د اسعارو او بیه لرونکو پاڼو د لیلامونو په ترسره کولو او د اعتبار لیکونو د صادرولو په اړه خبرې وکړې.

د دې ناستې په دوام کې، رابلل شویو استادانو هر یو په خپل وار د افغانستان بانک له چارواکو سره خپل نظرونه شریک کړل او اوسنیو شرایطو ته په پام کې نیولو سره یې د انفلاسیون په مهارولو او د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ د مبادلې نرخ د ټیکاو په ساتلو کې د افغانستان بانک بریالۍ هڅې وستایلې.

باید یادونه وکړو چې په دې پروګرام کې د افغانستان بانک د سرپرست ښاغلي حاجي ادریس سربېره، د ریاست د دفتر لوی آمر ښاغلي صدیق الله خالد، د افغانستان بانک ستر اقتصادي سلاکار لطف الحق نور پسرلي، د پولي سیاست او بازار عملیاتو د لویو آمریتونو آمرینو، د کابل پوهنتون استادانو اجمل آرین او همایون غفوري، د کاردان پوهنتون استادانو سیداجان احمدزي او جوهر مسعودي، د کاتب پوهنتون استاد حسن روحاني، د باختر پوهنتون استادانو عبیدالله ظریفي او افتخارالله غني، د رڼا پوهنتون استاد صدیق الله صادق، د غالب پوهنتون استادانو نصیر احمد ندیم او امام علي سدید او د تابش پوهنتون استاد احمدالله مسلم هم ګډون کړی وو.

آخرین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۷:۲۳
Background image

معاون اول د افغانستان بانک با معاون یوناما و رئیس برنامه توسعه سازمان ملل متحد دیدار کرد

۲۰ رمضان المبارک ۱۴۴۷ – محترم صدیق‌الله خالد، معاون اول د افغانستان بانک، با محترم اندریکا راتوات، معاون هیئت معاونت سازمان ملل متحد در افغانستان (یوناما)، و محترم استفن رودریگز، مدیر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۵:۴
Background image

اطلاعیه د افغانستان بانک

در صورتیکه حین مراجعه  به یکی از مؤسسات مالی به کدام مشکل مواجه می شوید ویا با شما برخورد نامناسب صورت می گیرد ویا هم حقوق شما به اساس اصول پرداخت نمیگردد، شما می توانید شکایت خویش را. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۷:۱
Background image

د افغانستان بانک بانکنوتهای مندرس زون غرب را جمع آوری و حریق نمود

۲۰ شعبان المعظم ۱۴۴۷-  د افغانستان بانک طبق طرزالعمل ‌های مربوطه، به ارزش ۵۳۷،۷۴۶،۰۰۰ (پنجصد و سی و هفت میلیون و هفت صد و چهل و شش هزار) افغانی بانکنوتهای مندرس را از زون غرب جمع آوری. . .

بازگشت به خبر