د افغانستان بانک مطبوعاتي اعلاميه!

Mpoya
یکشنبه ۱۴۰۱/۷/۱۰ - ۱۹:۳
د افغانستان بانک مطبوعاتي اعلاميه!

لکه څرنګه چې په جریان کې یاست له تېرې ورځې را په دې خوا په ټولنیزو رسنیو کې یو مکتوب چې ظاهراً د  استخباراتو د ۰۴۱ رياست لخوا صادر شوی لاس په لاس کېږي، چې ګواکي صرافان او د پولي خدمتونو وړاندې کوونکي نه شي کولای چې په بهرنیو اسعارو مبادلې او لېږد تر سره کړي. دا مکتوب د افغانستان بانک سره له همغږۍ پرته خپور شوی دی.

د یادونې وړ ده چې دا ډول موضوعات د افغانستان بانک پورې تړاو لري او هره پرېکړه او تصمیم نیونه چې د مالي او بانکي سکټور، د اسعاري مبادلاتو د څرنګوالي په اړه نیول کېږي، د افغانستان بانک له اړخه د قوانینو او مقرراتو په رڼا کې تر سره کېږي.

باید وویل شي چې د افغانستان بانک د افغانۍ د ارزښت د لوړولو او په معاملاتو کې د بهرنیو اسعارو د مخنیوي لپاره تل هلې ځلې کړې دي او ژمن دی چې دې لړۍ ته به د شرایطو او ملي ګټو په پام کې نیولو سره دوام ورکړي.

د افغانستان بانک له همدې کبله د صرافانو او پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو او د هېواد له شریفو خلکو غواړي چې خپلې پولي معاملې د افغانستان بانک د قوانینو او مقرراتو په رڼا کې تر سره کړي.

آخرین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۴۸
Background image

نشست شورای عالی د افغانستان بانک برگزار گردید

۱۸ شوال ‌المکرم ۱۴۴۷ هـ.ق – جلسه شورای عالی د افغانستان بانک تحت ریاست محترم نور احمد آغا رئیس کُل د افغانستان بانک که هم ‌زمان ریاست این شورا را نیز بر عهده دارد، با حضور اعضای شورا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۰:۴
Background image

اطلاعیه د افغانستان بانک

در صورتیکه حین مراجعه  به یکی از مؤسسات مالی به کدام مشکل مواجه می شوید ویا با شما برخورد نامناسب صورت می گیرد ویا هم حقوق شما به اساس اصول پرداخت نمیگردد، شما می توانید شکایت خویش را. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۷:۲۳
Background image

معاون اول د افغانستان بانک با معاون یوناما و رئیس برنامه توسعه سازمان ملل متحد دیدار کرد

۲۰ رمضان المبارک ۱۴۴۷ – محترم صدیق‌الله خالد، معاون اول د افغانستان بانک، با محترم اندریکا راتوات، معاون هیئت معاونت سازمان ملل متحد در افغانستان (یوناما)، و محترم استفن رودریگز، مدیر. . .

بازگشت به خبر