د پاکستان هېواد د سوداګرۍ له اتشې سره غونډه

Mpoya
یکشنبه ۱۴۰۱/۸/۸ - ۱۶:۳
د پاکستان هېواد د سوداګرۍ له اتشې سره غونډه

۱۴۴۴ ربیع الثاني ۴ مه – د افغانستان بانک د سرپرست رئیس ښاغلي عبدالقاهر حاجي ادریس په مشرۍ د پاکستان هېواد له تجارتي اتشې ښاغلي ډاکتر کوثر علي سره د سوداګرۍ د پراختیا، اقتصادي ودې او مالي او بانکي اسانتیاوو د رامنځته کولو په اړه غونډه جوړه شوه.

په یاده غونډه کې د افغانستان او پاکستان هېوادونو د مرکزي بانکونو تر منځ د مالي او بانکي اړیکو د پراختیا، اسلامي بانکوالۍ، د ظرفیت لوړونې، د سوداګرۍ د ودې او یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو په اړه بحث او د نظرونو تبادله تر سره شوه.

پدې غونډه کې د افغانستان بانک سرپرست رئیس ښاغلي حاجي ادریس یادونه وکړه چې د افغانستان بانک ژمن دی چې د نړیوالو منل شوو قوانینو او مقرراتو په رڼا کې له ټولو مالي او بانکي بنسټونو سره غوره اړیکې ولري او لدې لارې په هېواد کې د سوداګرۍ د پراختیا لپاره اړینې اسانتیاوې رامنځته کړي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان بانک تل هڅه کړې ده چې په هېواد د بانکي سکتور د ودې او پرمختګ لپاره له بېلابېلو لارو د درنو هېوادوالو لپاره غوره خدمتونه وړاندې کړي.

آخرین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۱۳:۵۶
Background image

جلسه‌‌ای با رؤسای بانک‌های تجارتی تدویر یافت

۲۷  ربیع‌الثانی ۱۴۴۷ – جلسه‌ای به ریاست محترم صدیق‌الله خالد، معاون اول د افغانستان بانک با رؤسای بانک‌های تجارتی برگزار شد. در این جلسه پیرامون تقویت سکتور بانکی، گسترش بانکداری اسلامی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۷:۱۲
Background image

تدویر جلسه شورای عالی د افغانستان بانک

جلسه شورای عالی د افغانستان بانک تحت ریاست محترم نور احمد آغا، رئیس کُل  د افغانستان بانک و رئیس شورای عالی،  در دفتر مرکزی د افغانستان بانک برگزار گردید.

محترم نور احمد آغا در آغاز. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۱ - ۱۶:۴۱
Background image

هیئت د افغانستان بانک از چهار ولایت زون جنوب غرب دیدار نمود

هیئتی تحت ریاست محترم صدیق‌الله خالد معاون اول د افغانستان بانک به زون جنوب‌غرب سفر کرد و از فعالیت‌های زون، نمایندگی‌های تحت اثر، نمایندگی های بانک‌های تجارتی و صرافی ها، دیدار نمودند.. . .

بازگشت به خبر