د بانکي سکتور بیا رغونه د افغانستان بانک د اجنډا په سر کې ځای لري

Mpoya
چهارشنبه ۱۴۰۱/۸/۱۱ - ۱۵:۳۶
د بانکي سکتور بیا رغونه د افغانستان بانک د اجنډا په سر کې ځای لري

دې ته په پام سره چې سوداګریز بانکونه د اړینو بانکي اسانتیاوو او د هېواد په اقتصادي رغښت کې د ارزښت وړ رول لري، د افغانستان بانک په هېواد کې تر سیاسي بدلون وروسته د سوداګریزو بانکونو د فعالیتونو د دوام، د نقدینګۍ د مدیریت او د پېرودونکو د پیسو د اداینې، د لومړنیو اړینو توکو او خدمتونو د وړاندې کولو لپاره له پولو هاخوا د لېږد اسانتیا او د هیوادوالو لپاره د بانکي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې نه ستړي کیدونکي هلې ځلې کړې دي.

د همدغو هڅو په لړ کې په ولایتونو کې د اصنافو، سوداګرو، سیمه‌ییزو مشرانو او مخورو د همکارۍ د جلبولو لپاره یوه طرحه تر لاس لاندې نیول شوې، ترڅو د بانکي سکتور د پیاوړتیا لپاره په ګډه کار وکړو.

د دغه طرحې د تطبیق په لړ کې د پروان، میدان وردګو او لوګر ولایتونو له چارواکو، د سوداګریزو بانکونو له استازو او سیمه ییزو مخورو مشرانو سره جلا جلا ناستې تر سره شوې دي چې د هېواد له مالي او بانکي چارو یې خپل ملاتړ اعلان کړی دی. دا لړۍ به د هېواد په نورو ولایتونو کې هم دوام وکړي.

د یادونې وړ ده چې د مالي او بانکي سیستم پیاوړتیا او ثبات د افغانستان بانک له ملي او نړیوالو شریکانو سره د ژمنو یوه برخه ده چې موږ  په دې برخه کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوو.

آخرین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۱۳:۵۶
Background image

جلسه‌‌ای با رؤسای بانک‌های تجارتی تدویر یافت

۲۷  ربیع‌الثانی ۱۴۴۷ – جلسه‌ای به ریاست محترم صدیق‌الله خالد، معاون اول د افغانستان بانک با رؤسای بانک‌های تجارتی برگزار شد. در این جلسه پیرامون تقویت سکتور بانکی، گسترش بانکداری اسلامی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۷:۱۲
Background image

تدویر جلسه شورای عالی د افغانستان بانک

جلسه شورای عالی د افغانستان بانک تحت ریاست محترم نور احمد آغا، رئیس کُل  د افغانستان بانک و رئیس شورای عالی،  در دفتر مرکزی د افغانستان بانک برگزار گردید.

محترم نور احمد آغا در آغاز. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۱ - ۱۶:۴۱
Background image

هیئت د افغانستان بانک از چهار ولایت زون جنوب غرب دیدار نمود

هیئتی تحت ریاست محترم صدیق‌الله خالد معاون اول د افغانستان بانک به زون جنوب‌غرب سفر کرد و از فعالیت‌های زون، نمایندگی‌های تحت اثر، نمایندگی های بانک‌های تجارتی و صرافی ها، دیدار نمودند.. . .

بازگشت به خبر