د افغانستان بانک لومړي مرستیال د افغانستان او امریکا د سوداګرۍ خونې له رئیس سره ولیدل

Mpoya
شنبه ۱۴۰۳/۶/۳ - ۱۷:۲۷
د افغانستان بانک لومړي مرستیال د افغانستان او امریکا د سوداګرۍ خونې له رئیس سره ولیدل ۱۴۴۶ د صفر المظفر ۲۰ مه – د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد په خپل کاري دفتر کې د افغانستان او امریکا د سوداګرۍ د ګډې خونې رئيس ښاغلي جف ګریکو سره ولیدل. په دې غونډه کې د افغانستان د خصوصي سکتور د پیاوړتیا، د سوداګرۍ د ودې او د بانکي سکتور د ټینګښت په برخه کې د ګډو همکاریو او یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې. د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد وویل چې د هېواد خصوصي

۱۴۴۶ د صفر المظفر ۲۰ مه – د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد په خپل کاري دفتر کې د افغانستان او امریکا د سوداګرۍ د ګډې خونې رئيس ښاغلي جف ګریکو سره ولیدل. په دې غونډه کې د افغانستان د خصوصي سکتور د پیاوړتیا، د سوداګرۍ د ودې او د بانکي سکتور د ټینګښت په برخه کې د ګډو همکاریو او یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې.

د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد وویل چې د هېواد خصوصي او بانکي سکتورونه د هېواد  په اقتصاد کې مهمه ونډه لري او د افغانستان بانک ژمن دی چې د هېواد د اقتصادي ودې په برخه کې له هیڅ ډول هڅو څخه دریغ ونکړي. ښاغلي خالد د افغانستان بانک لخوا د پیسو وینځلو او د لویو جرمونو د عوایدو څخه د مخنیوي د رژیم پیاوړتیا، د صرافانو او پولي خدمتونو وړاندې کوونکو د سکتور د میکانیزه کولو او د انفلاسیون کابو کولو په برخه کې د افغانستان بانک د قانون په رڼا کې د بېلابېلو مقرراتو، پالیسیو او نړیوالو اصولو او معیارونو د پلي کولو په تړاو ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې په تېرو دریو کلونو کې د افغانستان بانک وکولای شول ترڅو د افغانستان بانکي سکتور بیرته پر خپلو پښو ودروي او د افغانۍ ارزښت په غوره توګه وساتي. ښاغلي خالد همداراز په هېواد کې د اسلامي بانکوالۍ د پراختیا په هکله د مرکزي بانک ژمنتیا څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې د افغانستان بانک ژمن دی ترڅو په تدریجي ډول د هېواد بانکي سکتور پر اسلامي بانکوالۍ بدل کړي.

 د افغانستان او امریکا د سوداګرۍ د ګډې خونې رئيس ښاغلي جف ګریکو وویل چې نړۍ په تېرو دریو کلونو کې د افغانستان په اقتصادي او بانکي سکتورونو کې د مثبتو بدلونونو شاهده وه. هغه د افغانۍ د ارزښت ساتلو او د انفلاسیون مهارولو، د نغدینګۍ د مدیریت او په غوره توګه د بانکي سکتور د اداره کولو په برخه کې د افغانستان بانک کړنې وستایلې او زیاته یې کړه چې د یادو سکتورونو د لا زیاتې پراختیا او ودې لپاره به خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي.

د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې د افغانستان بانک د خصوصي بانکونو د ټولنې رئيس ښاغلي نجیب ‌الله امیري، د افغانستان بانک د خطراتو او قانون د رعایت لوی آمر ښاغلي یاسر ذهین او د بانکي څارنې او مالي خدمتونو لوی آمریت مرستیال ښاغلي احسان الله منصور هم ګډون درلود.

آخرین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۵:۴
Background image

اطلاعیه د افغانستان بانک

در صورتیکه حین مراجعه  به یکی از مؤسسات مالی به کدام مشکل مواجه می شوید ویا با شما برخورد نامناسب صورت می گیرد ویا هم حقوق شما به اساس اصول پرداخت نمیگردد، شما می توانید شکایت خویش را. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۷:۱
Background image

د افغانستان بانک بانکنوتهای مندرس زون غرب را جمع آوری و حریق نمود

۲۰ شعبان المعظم ۱۴۴۷-  د افغانستان بانک طبق طرزالعمل ‌های مربوطه، به ارزش ۵۳۷،۷۴۶،۰۰۰ (پنجصد و سی و هفت میلیون و هفت صد و چهل و شش هزار) افغانی بانکنوتهای مندرس را از زون غرب جمع آوری. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۷:۱۳
Background image

د افغانستان بانک بانکنوتهای مندرس را جمع آوری و حریق نمود

 ۱۴ شعبان المعظم ۱۴۴۷— د افغانستان بانک به منظور ایجاد سهولت در داد و ستد مردم طبق طرزالعمل ‌های مربوطه، به ارزش ۵۸۸،۱۴۰،۰۰۰ (پنجصد و هشتاد و هشت میلیون و یکصد و چهل هزار) افغانی. . .

بازگشت به خبر