د افغانستان بانک د رهبرۍ پلاوي د پیسو د نړیوال صندوق او نړیوال بانک په کلنۍ ناسته کې ګډون وکړ

Mpoya
پنجشنبه ۱۳۹۸/۸/۲ - ۹:۱۴
د افغانستان بانک د رهبرۍ پلاوي د پیسو د نړیوال صندوق او نړیوال بانک په کلنۍ ناسته کې ګډون وکړ

۱۳۹۸ د تلې ۳۰ مه- د افغانستان بانک سرپرست او لومړي مرستیال، ښاغلي واحد الله نوشیر په واشنګټن ډي سي کې د پیسو د نړیوال صندوق او نړیوال بانک په کلنۍ ناسته کې ګډون وکړ.

د افغانستان بانک پلاوي په دې ناسته کې د پیسو د نړیوال صندوق او نړیوال بانک له لوړ پوړو چارواکو سره د لیدنې سربېره د بیلابیلو اقتصادي موضوعاتو په اړه خپل نظرونه شریک کړل.

د افغانستان بانک سرپرست او لومړي مرستیال، ښاغلي واحد الله نوشیر په بریالیتوب سره د کریډټ د تمدید اسانتیا (ECF) پروګرام د بشپړولو له امله خوښي وښوده او څرګنده یې کړه چې د هېواد په سختو او ستونزمنو شرایطو کې د افغانستان بانک په دې توانیدلی څو په تیرو کلونو او روان کال کې د یاد پروګرام موخې او شرایط په بریالۍ توګه پوره کړي. نوموړي هیله مندي وښوده چې د پیسو نړیوال صندوق به د اقتصادي اصلاحاتو د دوام په موخه یو نوی اقتصادي پروګرام پیل کړي. د پیسو نړیوال صندوق په بریالیتوب سره د کریډټ د تمدید اسانتیا پروګرام د بشپړولو له امله د خوښۍ ترڅنګ د نوي پروګرام د پیل هرکلی وکړ او ډاډ یې ورکړ چې په نږدې راتلونکي کې به د دواړو ادارو تخنیکي ټیمونه او مسؤلین د نوي پروګرام پر پیل بحث وکړي.

د افغانستان بانک سرپرست او لومړي مرستیال، ښاغلي واحد الله نوشیر په تیرو کلونو کې د دواړو ادارو د مرستو څخه د مننې ترڅنګ په راتلونکي کې د یادو مرستو د دوام او د مهمو اقتصادي طرحو او پروګرامونو په پلې کېدو کې له افغانستان سره د مرستې او همکارۍ غوښتنه وکړه. نوموړي ټینګار وکړ چې دواړه ادارې باید هغو پروګرامونو ته لومړیتوب ورکړي چې د هیواد اقتصاد د غوړیدا او ځان بسیاینې په لور بیایي.

د افغانستان بانک سرپرست او لومړي مرستیال په یوه بله جلا ناسته کې د امریکا متحده ایالاتو د خزانه دارۍ د مسؤلینو سره هم لیدنه وکړه او د بیلابیلو موضوعاتو، په تیره بیا د پیسو مینځلو او د ترهګرۍ د تمویل پر مخنیوي یې بحث وکړ او په دې اړه یې خپل نظرونه شریک کړل.

د یادونې وړ ده چې د سارک سازمان غړو هېوادونو د مرکزي بانکونو د رئیسانو نهه دیرشمه ناسته د بوتان هېواد په کوربتوب د روان لمریز کال د تلې د میاشتې په ۲۵ نیټه په واشنګټن ډي سي کې جوړه شوې وه.

د دې ناستې په څنډه کې د سارک سازمان غړو هېوادونو مسؤلینو جلا ناستې وکړې او د ظرفیت لوړونې، مالي خدمتونو پراختیا، د سارک ډیټابیس، د بانکونو څارنې او د ګډو څېړنو په ترسره کولو بحث وکړ او په دې اړه یې د نظرونو ادلون بدلون ترسره کړ.

د افغانستان بانک په استازولۍ د پولي سیاست لوی آمر، د سارک فایننس همغږي کوونکي ښاغلي نایب خان جمال په دې ناسته کې د سارک سازمان غړو هېوادونو کې د اسعارو د چلند پدیدې په اړه خبرې وکړې. نوموړي له یادو هېوادونو وغوښتل، څو په ګډه د اسعارو د مخنیوي لپاره لاس په کار شي او تر ټولو مخکې بیا د هندوستان هېواد په دې برخه کې خپل چمتووالی وښود.

آخرین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۷:۱۴
Background image

جلسه شورای عالی د افغانستان بانک برگزار شد

۱۷ ربیع‌الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق – جلسه شورای عالی د افغانستان بانک تحت ریاست محترم صدیق‌الله خالد، معاون اول د افغانستان بانک و معاون شورای عالی این بانک، برگزار گردید، طی این جلسه پیرامون. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۱
Background image

تفاهم‌نامه همکاری میان د افغانستان بانک و ای سی جی ایف به امضا رسید

۱۴ ربیع‌الثانی ۱۴۴۸ - تفاهم‌نامه همکاری میان د افغانستان بانک و مؤسسه بین‌المللی بنیاد اعتباری افغانستان طی نشستی در تالار شورای عالی د افغانستان بانک، به امضا رسید.

محترم صدیق‌الله. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۳
Background image

نمونه های بانکنوت های مندرس

بانکنوت های که دارای خصوصیات ذیل باشند، در جمع بانکنوت های مندرس محسوب و قابل تعویض می باشند:

هموطنان عزیز می توانند این نوع بانکنوت ها را در مرکز و ولایات کشور در نمایندگی های د. . .

بازگشت به خبر