د جهان پوهنتون د اقتصاد پوهنځي محصلینو ته روزنیز او د پوهاوۍ ورکشاپ جوړ شو

Mpoya
پنجشنبه ۱۳۹۸/۸/۱۶ - ۱۱:۳۵
د جهان پوهنتون د اقتصاد پوهنځي محصلینو ته روزنیز او د پوهاوۍ ورکشاپ جوړ شو

کابل، ۱۳۹۸ د لړم ۱۵، د افغانستان بانک محصلینو ته د پوهاوۍ او روزنیزو پروګرامونو په لړ کې، دا ځل د جهان پوهنتون د اقتصاد، مالي او بانکي څانګو محصلینو ته د بانک د دندو، موخو او سیاستونو په اړه روزنیز ورکشاپ جوړ کړ.

په پیل کې د افغانستان بانک د ریاست د دفتر لوی آمریت مرستیال ښاغلي شفیق الله بارز له اکاډمیکي ټولنې سره د افغانستان بانک د همکاریو په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې د معلوماتو د شریکولو، حساب ورکولو او روڼتیا په اړه د داسې ورکشاپونو په لاره اچول، د بانک د ستراتیژیکو پروګرامونو برخه  ګڼل کیږي. همدا ډول هغه یادونه وکړه چې تعلیمي او تحصلي مرکزونه د خلکو د مالي سواد د کچې د لوړولو په برخه کې د بانک د ارزښت لرونکو شریکانو له ډلې څخه ګڼل کیږي.

ښاغلي بارز محصلیونو ته د دا ډول ورکشاپونو په لاره اچول ډېر ارزښتناکه وبالل، ځکه هغه څه چې محصلین د ورځنیو درسونو په اوږدو کې د تیورۍ په بڼه زده کوي، د دې ورکشاپونو له لارې د هغه د تطبیق له عملي طریقو او جوړولو سره اشنا کیږي.

ورپسې د جهان پوهنتون د اقتصاد پوهنځي رئیس ښاغلي حنیف الله بشار د افغانستان بانک پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ د دې ډول ورکشاپونو په ارزښت باندې خبرې وکړې او له جهان پوهنتون سره یې د افغانستان بانک د همکاریو په دوام ټینګار وکړ.

د ورکشاپ په اوږدو کې د افغانستان بانک د پولي سیاست د لوی آمریت مرستیال ښاغلي عبدالله مسعود د پولي سیاست د طرح، تطبیق او اجراء کولو، د بیو د ټیکاو، د انفلاسیون د کنټرول او د هېواد د اسعاري زېرمو د مدیریت په برخو کې د ورکشاپ ګډون والو ته پریزنټیشن وړاندې کړ او د پولي سیاست د ابزارونو، په ګردښت کې د پیسو او د پولي زېرمو او داسې نورو اړوندو مواردو په برخه کې هر اړخیز بحث ترسره کړ.

په همدې ترتیب د افغانستان بانک د مالي چارو د څارنې د لوی آمریت د ساحې دننه څارنې مدیر ښاغلي حسیب الله بهنورد د پریزنټیشن د وړاندې کولو ترڅنګ د مالي چارو د څارنې د موخو او دندو په برخه کې د بانکونو، صرافانو او د پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو د څارنې د طریقې او د کړنو له پلوه د بانکونو د ډله بندۍ د څرنګوالي په اړه له ګډونوالو سره هر اړخیز معلومات شریک کړل.

یاد ورکشاپ د محصلینو او مسؤولینو په پوښتنو او ځوابونو او ګډونوالو ته د تصدیق لیکونو په وېشلو باندې پای ته ورسیده.

آخرین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۷:۱۴
Background image

جلسه شورای عالی د افغانستان بانک برگزار شد

۱۷ ربیع‌الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق – جلسه شورای عالی د افغانستان بانک تحت ریاست محترم صدیق‌الله خالد، معاون اول د افغانستان بانک و معاون شورای عالی این بانک، برگزار گردید، طی این جلسه پیرامون. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۱
Background image

تفاهم‌نامه همکاری میان د افغانستان بانک و ای سی جی ایف به امضا رسید

۱۴ ربیع‌الثانی ۱۴۴۸ - تفاهم‌نامه همکاری میان د افغانستان بانک و مؤسسه بین‌المللی بنیاد اعتباری افغانستان طی نشستی در تالار شورای عالی د افغانستان بانک، به امضا رسید.

محترم صدیق‌الله. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۳
Background image

نمونه های بانکنوت های مندرس

بانکنوت های که دارای خصوصیات ذیل باشند، در جمع بانکنوت های مندرس محسوب و قابل تعویض می باشند:

هموطنان عزیز می توانند این نوع بانکنوت ها را در مرکز و ولایات کشور در نمایندگی های د. . .

بازگشت به خبر