د صرافانو او پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو لپاره معلوماتي ورکشاپ جوړ شو

Mpoya
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۸/۲۸ - ۱۵:۳۹
د صرافانو او پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو لپاره معلوماتي ورکشاپ جوړ شو

کابل، ۱۳۹۸ کال د لړم ۲۸ مه – د افغانستان بانک د څارنې د لوی آمریت له لوري د کابل ښار هغه صرافانو ته چې د اسعارو د لیلام په پروسه کې ګډون کوي روزنیز ورکشاپ جوړ شو.

په دې ورکشاپ کې د صرافیو او پولي خدمتونو وړاندې کوونکو ته د معاملو د ترسره کولو په مهال د قانون او مقررو په رڼا کې د اړوندو اسنادو د تر لاسه کولو او د دوی د معاملو څخه د یاد آمریت د څارنې د څرنګوالي په اړه معلومات ورکړل شول.

د ورکشاپ په ترڅ کې د څارنې د لوی آمریت له پولي خدمتونو او صرافیو څخه د څارنې مدیر ښاغلي شاپور میاخیل وویل چې د صرافیو او پولي خدمتونو له معاملو څخه د څارنې موخه د روڼتیا رامنځته کول دي.

نوموړي زیاته کړه یاد آمریت د لومړي ځل لپاره د اسعارو د لیلام په برخه کې د ګډون کوونکو صرافانو او پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو له چارو د څارنې لړۍ پیلوي. د ښاغلي میاخېل په خبره په دې سره به د صرافیو او پولي خدمتونو په چارو کې آسانیتاوې او پرمختګونه رامنځته شي.

باید وویل شي چې د یاد ورکشاپ ګډونوالو هم په دې اړه خپلې پوښتنې، وړاندیزونه او نظرونه د دې آمریت له کارکوونکو سره شریک کړل او د دوی پوښتنو ته ځوابونه وویل شول.

د یادونې وړ ده چې په دې ورکشاپ کې د افغانستان بانک د څارنې د لوی آمریت د یو شمېر کارکوونکو سربېره ۷۰ تنه صرافانو او د پولي خدمتونو وړاندې کوونکو ګډون کړی وو.

آخرین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۷:۱۲
Background image

تدویر جلسه شورای عالی د افغانستان بانک

جلسه شورای عالی د افغانستان بانک تحت ریاست محترم نور احمد آغا، رئیس کُل  د افغانستان بانک و رئیس شورای عالی،  در دفتر مرکزی د افغانستان بانک برگزار گردید.

محترم نور احمد آغا در آغاز. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۱ - ۱۶:۴۱
Background image

هیئت د افغانستان بانک از چهار ولایت زون جنوب غرب دیدار نمود

هیئتی تحت ریاست محترم صدیق‌الله خالد معاون اول د افغانستان بانک به زون جنوب‌غرب سفر کرد و از فعالیت‌های زون، نمایندگی‌های تحت اثر، نمایندگی های بانک‌های تجارتی و صرافی ها، دیدار نمودند.. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۵ - ۱۷:۵۹
Background image

دیدار هیئت رهبری د افغانستان بانک با بنیانگذار بنیاد عزیزی

محترم نور احمد آغا رئیس کُل د افغانستان بانک و محترم صدیق الله خالد، معاون اول د افغانستان بانک با محترم میرویس عزیزی، بنیانگذار بنیاد عزیزی دیدار نموده و پیرامون توسعه هرچه بیشتر سکتور. . .

بازگشت به خبر