د پیسو وینځلو او له تروریزم څخه د ملاتړ د مخنیوي د همغږۍ د عالي کمېسیون غونډه

Mpoya
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۳۰ - ۱۰:۳۹
د پیسو وینځلو او له تروریزم څخه د ملاتړ د مخنیوي د همغږۍ د عالي کمېسیون غونډه

کابل، د ۱۳۹۸ کال د سلواغې ۲۹ مه – د افغانستان بانک د سرپرست او لومړي مرستیال ښاغلي واحدالله نوشیر په مشرۍ چې د پیسو وینځلو او له تروریزم څخه د ملاتړ د مخنیوي د هغمږۍ کمېسیون رئیس هم دی غونډه جوړه شوه.

په دې غونډه کې ښاغلي نوشیر د اړوندې موضوع په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې او له اړوندو ادارو یې په چارو کې د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه وکړه.

په یاده غونډه کې د افغانستان د مالي معاملو او راپورونو د شننې مرکزآمر ښاغلي سلیم صلاح چې د یاد کمېسیون د کاري کمېټې د دارالانشا د ریاست دنده هم په غاړه لري د پیسو وینځلو او له تروریزم څخه د ملاتړ د مخنیوي په اړه د غونډې ګډ‌ونوالو ته معلومات ورکړل.

نوموړي د افغانستان د پیسو وینځلو او ترهګرۍ د مالي ملاتړ د ملي خطرونو د ارزونې د سند، د دې سند د پلي کېدو، کاري کړنلارې او یو شمېر نورو موضوعګانو په اړه پریزنتیشن وړاندې کړ چې د یاد کمېسیون د غړو له لوري د تائید وړ وګرځېدل.

پاتې دې نه وي چې په دې غونډه کې د اړوندې موضوع په اړه هر اړخیز بحثونه وشول او د اړوندو  ادارو ترمنځ د دې سند د پلي کېدو په برخه کې د دندو په وېش او مسئولیتونو هم خبرې وشوې.

د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې د مالیې وزارت د ګمرکونو مرستیال ښاغلي محمد عیسی قدرت، د عدلیې وزارت اداري مرستیال ښاغلي سید محمد هاشمي، د ملي امنیت د لوی ریاست استازي برید جنرال هلاالدین هلال، د بهرنیو چارو وزارت د امنیتي او سرحدی چارو رئیس ښاغلي محمد حسن فیضی، د سترې محکمې د دارالانشا د عالي شورا مسلکي مرستیال ښاغلي قضاوتیار ایوب شاه ارشد، د سترې محکمې د اداري فساد او جرمونو سره د مبارزې د عمومي څارنوالۍ رئیس ښاغلي محمد جبران مدثر او  د افغانستان د مالي معاملو او راپورونو د شننې مرکز استازو هم ګډون کړی وو.

آخرین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۷:۱۴
Background image

جلسه شورای عالی د افغانستان بانک برگزار شد

۱۷ ربیع‌الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق – جلسه شورای عالی د افغانستان بانک تحت ریاست محترم صدیق‌الله خالد، معاون اول د افغانستان بانک و معاون شورای عالی این بانک، برگزار گردید، طی این جلسه پیرامون. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۱
Background image

تفاهم‌نامه همکاری میان د افغانستان بانک و ای سی جی ایف به امضا رسید

۱۴ ربیع‌الثانی ۱۴۴۸ - تفاهم‌نامه همکاری میان د افغانستان بانک و مؤسسه بین‌المللی بنیاد اعتباری افغانستان طی نشستی در تالار شورای عالی د افغانستان بانک، به امضا رسید.

محترم صدیق‌الله. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۳
Background image

نمونه های بانکنوت های مندرس

بانکنوت های که دارای خصوصیات ذیل باشند، در جمع بانکنوت های مندرس محسوب و قابل تعویض می باشند:

هموطنان عزیز می توانند این نوع بانکنوت ها را در مرکز و ولایات کشور در نمایندگی های د. . .

بازگشت به خبر