د افغانستان بانک سرپرست رئیس وپېژندل شو

Mpoya
شنبه ۱۳۹۹/۳/۱۷ - ۸:۸
DAB

کابل، د ۱۳۹۹ د غبرګولي ۱۵ مه – ښاغلی اجمل احمدي د افغانستان بانک د نوي سرپرست رییس په توګه معرفي شو.

د افغانستان بانک د ټولو سرپرست رئیس ښاغلی اجمل احمدي د اقتصادي پراختیا، سوداګرۍ او د بېوزلۍ د راکمولو په برخه کې د ولسمشر محمد اشرف غني د ځانګړي استازي ښاغلي محمد یوسف غضنفر له لوري معرفي شو.

د ولسمشر ځانګړي استازي د ښاغلي احمدي د پېژندنې په غونډه کې د ولسمشر ۵۴۴ مه ګڼه حکم چې د افغانستان بانک د ټولو د سرپرست رئیس په اړه منظور شوی ؤ ولوست او نوموړي ته یې په چارو کې د بریالیتوبونو هیله وښوده.

ښاغلي غضنفر هیله وښوده چې ښاغلی احمدي به د افغانستان بانک د ریاست پر مهال هم د بانکدارۍ په برخه کې لا زیاتې لاسته راوړنې ولري.

د نوموړي د پېژندنې په غونډه کې د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي واحدالله نوشیر د افغانستان بانک د سرپرست رییس په توګه د ولسمشر له لوري د ښاغلي اجمل احمدي د ټاکل کېدو مننه وکړه او نوموړي ته یې د مبارکۍ ترڅنګ په چارو کې د لا بریالیتوبونو هیله وښوده.

نوموړي په تېرو څو کلونو کې د افغانستان بانک په لاسته راوړنو خبرې وکړې او په چارو کې یې د افغانستان بانک له نوي سرپرست رییس سره د پوره همکارۍ ژمنه وکړه.

ورپسې د افغانستان بانک د ټولو سرپرست رییس ښاغلي اجمل احمدي خبرې وکړې او د ولسمشرۍ ماڼۍ له باور یې مننې ترڅنګ په پوره ځواکمنتیا سره د خدمت کولو ژمنه وکړه. ښاغلي احمدي وویل، چې د پولي سیاست لپاره به نوې ستراتېژۍ جوړې کړي او له بانکونو څخه د څارنې په برخه کې به اړین ګامونه پورته کړي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان بانک سرپرست او نوماند رییس له دې وړاندې په مالي او بانکي چارو کې د ولسمشر د سلاکار او سوداګرۍ او صنعت وزارت د وزیر په توګه دندې ترسره کړې دي.

پاتې د نه وي چې د افغانستان بانک د نوي سرپرست د پېژندنې په غونډه کې د مالیې وزارت د سرپرست ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال سربېره د یو شمېر دولتي او غیر دولتي ادارو استازو د ولسي جرګې یو شمېر غړو، د بانکونو ریسانو، ملي سوداګرو او د افغانستان بانک یو شمېر کارکوونکو هم ګډون کړی وو.

آخرین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۷:۱۴
Background image

جلسه شورای عالی د افغانستان بانک برگزار شد

۱۷ ربیع‌الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق – جلسه شورای عالی د افغانستان بانک تحت ریاست محترم صدیق‌الله خالد، معاون اول د افغانستان بانک و معاون شورای عالی این بانک، برگزار گردید، طی این جلسه پیرامون. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۱
Background image

تفاهم‌نامه همکاری میان د افغانستان بانک و ای سی جی ایف به امضا رسید

۱۴ ربیع‌الثانی ۱۴۴۸ - تفاهم‌نامه همکاری میان د افغانستان بانک و مؤسسه بین‌المللی بنیاد اعتباری افغانستان طی نشستی در تالار شورای عالی د افغانستان بانک، به امضا رسید.

محترم صدیق‌الله. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۳
Background image

نمونه های بانکنوت های مندرس

بانکنوت های که دارای خصوصیات ذیل باشند، در جمع بانکنوت های مندرس محسوب و قابل تعویض می باشند:

هموطنان عزیز می توانند این نوع بانکنوت ها را در مرکز و ولایات کشور در نمایندگی های د. . .

بازگشت به خبر