د څلورو ساعتونو لپاره د افغانستان بانک د برېښنا او امنیتي کمرو د بندیدو په اړه د ناسمو معلوماتو د خپرویدو ردول

Mpoya
دوشنبه ۱۳۹۹/۵/۶ - ۱۳:۲۵
د څلورو ساعتونو لپاره د افغانستان بانک د برېښنا او امنیتي کمرو د بندیدو په اړه د ناسمو معلوماتو د خپرویدو ردول

۱۳۹۹ د زمري ۶ - د کابل نیوز د محترم تلویزیون د راپور پر بنسټ چې په د افغانستان بانک کې د برېښنا د پرې کیدو په اړه یې خپور کړی دی. دا مطبوعاتي خبرتیا پورته موضوع په لاندې ډول ردوي:

د روان کال د چنګاښ د میاشتې په ۲ نېټه د ماښام ۷:۱۰ بجې د افغانستان بانک د خدماتو لوی آمریت په داسې حال کې د ریاست د دفتر لوی آمریت ته د یو شمېر محدودو امنیتي کمرو د غیر فعالیدو خبرورکوي چې د افغانستان بانک د لوی ریاست سرپرست ښاغلی اجمل احمدي په یوه غونډه کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت له ولسمشر سره حضور درلوده. دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر محدودې یادې شوې کمرې د تخنیکي ستونزو له امله د هماغې ورځې د مازیګر په ۵:۴۰ بجې له فعالیت غورځیدلې وې.

د یادې موضوع په اړه سمدلاسه د افغانستان بانک د لوی ریاست سرپرست ښاغلي اجمل احمدي ته خبر ورکول کیږي او ښاغلی احمدي سمدستي د هماغې شپې په ۸:۰۰ بجو د افغانستان بانک د خدماتو له آمر، د ټولو ناظر، د خزانې مسئولینو او د افغانستان بانک پخواني دویم مرستیال سره غونډه جوړوي او موضوع په هر اړخیزه توګه څیړي.

  • په دې غونډه کې د افغانستان بانک پخواني دویم مرستیال ته د امنیتي کمرو د بندیدو په تړاو د هغه د کارکوونکو د بې پروایۍ له امله د شفاهي توصیې د ورکړې ترڅنګ لارښوونه وشوه څو د دې ډول قضیو د مخنیوي، د چارو د تنظیم او استثنايي حالاتو په موخه یوه جامع کړنلاره جوړه او عملي شي. همدا ډول د لا ډاډمنیتا لپاره د افغانستان بانک د ټولو ناظر ته دنده وسپارل شوه څو موضوع په جدي توګه وڅېړي. د ټولو ناظر د آمریت د څېړونو پر بنسټ، د افغانستان بانک شتمنیو او زېرمو ته د امنیتي کمرو د غیر فعالیدو په جریان کې هیڅ ډول زیان نه دی رسیدلی.
  • په یاده غونډه کې ښاغلي اجمل احمدي د خدماتو لوی آمر ته د افغانستان بانک د لوی رئیس په خپل وخت د نه خبرولو او په راتلونکي کې د دې عمل د نه تکراریدو په تړاو توصیه صادره کړه څو د دې ډول تخنیکي ستونزو د رامنځ ته کیدو په صورت کې د موضوع په اړه ژر تر ژره د افغانستان بانک د لوی ریاست سرپرست ته خبر ورکړل شي او همدا ډول مکتوب صادر شو څو وروسته له دې امنیتي کمرې له استثناء پرته په هر ډول حالاتو کې فعالې وي.

له همدې امله، د افغانستان بانک د څلورو ساعتونو لپاره د برېښنا د پرې کیدو او د امنیتي کمرو د بندیدو په تړاو بې بنسټه تورونه په شدیده توګه ردوي. د یادونې وړ ده چې د افغانستان بانک به د ناسم اخبار د خپرولو موضوع له اړوندو ادارو او د اطلاعات او کلتور وزارت د جمعي رسنیو له کمېسیون سره وڅېړي څو په راتلونکي کې د دې ډول خبرونو له خپرولو چې د عامه ذهنونو د اندیښنو لامل کیږي، مخنیوی وشي.

آخرین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۲:۴۳
Background image

تدویر بیست‌وسومین نشست سالانه بورد  خدمات مالی اسلامی، در شهر رباط  پایتخت  کشور مراکش

محترم نور احمد آغا سرپرست ریاست کُل د افغانستان بانک و هیئت همراه از تاریخ اول تا سوم ماه جولای سال روان میلادی در بیست‌وسومین نشست سالانه بورد خدمات مالی اسلامی در شهر رباط  پایتخت. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۶:۲
Background image

د افغانستان بانک 15 میلیون دالر امریکایی را لیلام میکند

5 محرم‌ الحرام 1447 - د افغانستان بانک الی مبلغ (15) میلیون دالر امریکایی را طی داوطلبی به روز چهار شنبه مؤرخ 6 محرم‌ الحرام 1447(1404/04/11) بطور لیلام بفروش می رساند. بدینوسیله از. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۷:۳۶
Background image

سرپرست ریاست‌ کُل د افغانستان بانک عازم مراکش شد

۳ محرم‌ الحرام ۱۴۴۷ هـ ق – محترم نور احمد آغا سرپرست ریاست‌ کُل د افغانستان بانک، در رأس یک هیئتی جهت اشتراک در کنفرانس سالانه خدمات مالی اسلامی، عازم کشور مراکش گردید.

این کنفرانس بین. . .

بازگشت به خبر