د افغانستان بانک سرپرست ښاغلي اجمل احمدي د ترکمنستان هېواد له سفیر سره ولیدل

Mpoya
دوشنبه ۱۴۰۰/۱/۳۰ - ۸:۵۹
د افغانستان بانک سرپرست ښاغلي اجمل احمدي د ترکمنستان  هېواد له سفیر سره ولیدل

۱۴۰۰ کال د وري ۱۹ مه ـ د افغانستان بانک سرپرست ښاغلي اجمل احمدي د یوې غونډې په اوږدو کې د ترکمنستان هېواد له سفیر سره ولیدل او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې پر بېلابېلو اقتصادي موضوعګانو، سوداګریزو اړیکو او بانکي او مالي کړنو باندې بحث او خبرې اترې وکړې.

دا غونډه له نړیوالو او سیمه ایزو ادارو او مؤسسو سره د اړیکو د پیاوړتیا او تنظیم او همدا ډول د معقولو پولي او مالي پالیسیو د طرحې او جوړولو لپاره د معلوماتو د شریکولو په موخه جوړه شوې وه چې په اوږدو کې یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تخنیکي همکاریو ترڅنګ د معلوماتو او تجربو د شریکولو په تړاو بحث او نظرونه تبادله شول.

ښاغلي اجمل احمدي د دوست هېواد ترکمنستان له ښه نیت څخه د مننې ترڅنګ ژمنه وکړه چې افغانستان به د سیمې د یو ستراتیژیک شریک په توګه تل له تاسو سره همکاره وي او د سترو اقتصادي پروژو په پلي کولو او په لاره اچولو کې چې د افغانستان او د سیمې د هېوادونو د هوساینې، سوکالۍ، پرمختګ او پیاوړتیا لامل کیږي، له هیڅ ډول هڅې او هاند څخه دریغ ونکړي.

آخرین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۴۸
Background image

نشست شورای عالی د افغانستان بانک برگزار گردید

۱۸ شوال ‌المکرم ۱۴۴۷ هـ.ق – جلسه شورای عالی د افغانستان بانک تحت ریاست محترم نور احمد آغا رئیس کُل د افغانستان بانک که هم ‌زمان ریاست این شورا را نیز بر عهده دارد، با حضور اعضای شورا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۰:۴
Background image

اطلاعیه د افغانستان بانک

در صورتیکه حین مراجعه  به یکی از مؤسسات مالی به کدام مشکل مواجه می شوید ویا با شما برخورد نامناسب صورت می گیرد ویا هم حقوق شما به اساس اصول پرداخت نمیگردد، شما می توانید شکایت خویش را. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۷:۲۳
Background image

معاون اول د افغانستان بانک با معاون یوناما و رئیس برنامه توسعه سازمان ملل متحد دیدار کرد

۲۰ رمضان المبارک ۱۴۴۷ – محترم صدیق‌الله خالد، معاون اول د افغانستان بانک، با محترم اندریکا راتوات، معاون هیئت معاونت سازمان ملل متحد در افغانستان (یوناما)، و محترم استفن رودریگز، مدیر. . .

بازگشت به خبر