د افغانستان بانک د مالي چارو سلاکار معرفي شو

Mpoya
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۵/۲۹ - ۱۵:۳۹
د افغانستان بانک د مالي چارو سلاکار معرفي شو

کابل، د ۱۳۹۸ کال د زمري ۲۷ مه ـ ښاغلي سید عبدالغفور سادات په مالي برخه کې د افغانستان بانک د ریاست د عالي مقام د سلاکار په توګه په دنده وګمارل شو.

نوموړی د افغانستان بانک د سرپرست او لومړي مرستیال ښاغلي واحدالله نوشېر او د افغانستان بانک د دویم مرستیال ښاغلي محمد قسیم رحیمي له لوري د دې بانک د بېلابېلو آمریتونو آمرینو او مرستیالانو ته ور وپېژندل شو.

د ښاغلي سادات د پېژندنې په مراسمو کې د افغانستان بانک د رهبري پلاوي له لوري په مخکنیو دندو کې د نوموړي د چارو او ارزښت ناکو خدمتونو ستاینه وشوه او په نوې دنده کې یې ورته د لا زیاتو خدمتونو د ترسره کولو هیله وښوده.

په یادو مراسمو کې ښاغلي سادات په نوموړي د باور له کبله د افغانستان بانک له مشرتابه مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې په پوره انرژۍ سره به ورسپارل شوې دنده تر سره کوي.

ښاغلي سید عبدالغفور سادات په بېلابېلو اداري، مالي او اقتصادي برخو کې د مالیزیا، امریکا او انګلستان هېوادونو په معتبرو پوهنتونونو کې زدکړې کړې دي او په یادو برخو کې درې ماسټرۍ لري.

د یادونې وړ ده چې نوموړي له دې وړاندې د افغانستان بانک د مالي ټینګښت آمریت د آمر او د دې بانک د مالي خدمتونو د پراختیا آمریت د سلاکار په توګه دندې تر سره کړې دي.

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۶:۵۸
Background image

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه ترسره شوه

د ۱۴۴۸ هـ.ق کال د ربیع الثاني ۱۷مه – د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه د دې بانک د لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، په مشرۍ چې په ورته وخت کې د افغانستان بانک د عالي شورا مرستیال. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۱
Background image

د افغانستان بانک او اې سي جي ایف ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

۱۴ د ربیع الثاني ۱۴۴۸ کال - د افغانستان بانک او د افغان اعتباري بنسټ نړیوالې مؤسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو. د دغه هوکړه‌لیک د لاسلیک په موخه د افغانستان بانک د عالي شورا په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۵
Background image

د مندرسو بانکنوټونو بېلګې

هغه بانکنوټونه چې لاندې ذکر شوې ځانګړتیاوې ولري، مندرس بانکنوټونه ګڼل کیږي او د بدلېدو وړ دي:

ګران هېوادوال کولای شي چې په مرکز او ولایتونو کې دا ډول بانکنوټونه د افغانستان بانک او د. . .

بېرته خبرونه ته