د افغانستان بانک خبرتیا

Mpoya
دوشنبه ۱۴۰۰/۹/۲۲ - ۱۸:۲۴
د افغانستان بانک خبرتیا

د افغانستان بانک د بیو د ثبات په موخه له بیلابېلو لارو څخه کار اخلي چې د نن په ګډون یې د تیرو ورځو په ترڅ کې له صرافانو، د سوداګریزو بانکونو له استازو او یوشمیر سوداګرو سره بیلابیلي غونډې تر سره کړې دي او هڅه کوي چې ډیر ژر د ډالرو پر وړاندې د افغانۍ د بیې د ټیټوالي مخه ډب کړي.

د افغانستان بانک د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره تل هڅه کړې ده چې د پالیسیو او ستراتيژيک پلان پر اساس د هغو نوسانونو څخه چې د خلکو د پېرودنې د قدرت د زیانمن کېدو لامل کېږي د امکان تر حده مخنیوی وکړي.

د افغانستان بانک هیله مند دی چې له اړوندو ادارو سره به په ګډه همکارۍ د افغانۍ د مبادلې د نرخ ساتنه وکړي او مثبته پایله به تر لاسه کړي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۵۰
Background image

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه ترسره شوه

د ۱۴۴۷ کال د شوال المکرم ۱۸ مه - د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه د دې بانک د رئیس، ښاغلي نور احمد آغا، په مشرۍ چې په ورته وخت کې د دې شورا رئیس هم دی، په مشرۍ او د شورا د غړو په حضور. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۰:۶
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۷:۱۴
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د یونما له مرستیال او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له مشر سره وکتل

 د ۱۴۴۷ کال د رمضان المبارک ۲۰ مه - د افغانستان بانک لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یونما) له مرستیال اندریکا راتوات او د ملګرو ملتونو د پراختیايي. . .

بېرته خبرونه ته