د عزیزي بانک د عملیاتي برخو د کارکوونکو لپاره د ورکشاپ جوړېدل

Mpoya
یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۸ - ۱۵:۷
د عزیزي بانک د عملیاتي برخو د کارکوونکو لپاره د ورکشاپ جوړېدل

۱۴۴۶ ربیع الاول ۵ مه – د افغانستان بانک له لوري د عزیزي بانک د عملیاتي برخو د کارکوونکو لپاره د مستهلکینو د حقوقو او یو شمېر نورو اړوندو برخو په اړه روزنیز ورکشاپ جوړ شو.

د دې ورکشاپ په پیل کې د افغانستان بانک د ریاست د دفتر لوی آمر ښاغلي فدا محمد فیضان د بانکونو پر ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل، چې بانکونه مالي خدمتونو ته د خلکو د لاسرسي په رامنځته کولو او د هېواد په اقتصادي وده کې مهم رول تر سره کوي، ځکه مالي خدمتونو ته د خلکو لاسرسی د دې سبب کېږي چې د خلکو لپاره په اقتصادي فعالیتونو کې د ونډې اخیستلو زمینه برابره شي او د لوی اقتصاد لکه د ټولیزې اقتصادي ودې، دندو رامنځته کولو، د عاید د نابرابرۍ د کمولو او په ټولنه کې د فقر د کچې کمولو د اهدافو په تر لاسه کولو کې مثبت رول تر سره کړي.

نوموړي زیاته کړه له پېرودونکو څخه ملاتړ، د اړینو بانکي آسانتیاوو رامنځته کول او مالي خدمتونو ته د خلکو لاسرسی د افغانستان بانک د کاري لومړیتوبونو څخه دي. مونږ له تاسو څخه غواړو چې دې هدف ته د رسېدو لپاره له مشتریانو سره په ورین تندي چلند وکړئ.

ښاغلي فدا محمد فیضان زیاته کړه، سالم رقابت او په بانکي محصولاتو کې د نوښتونو رامنځته کول، د بانکي خدمتونو ښه کول، د مشتریانو د معلوماتو د محرمیت ساتنه، د دوی ستونزو ته رسېدنه او مناسب چلند هغه اړتیاوې دي چې تاسو باید ورته پوره پاملرنه وکړئ.

د یادونې وړ ده چې په دې ورکشاپ کې د عزیزي بانک اجرائیوي مرستیال ښاغلي خان الله یوسفزي د افغانستان بانک له لوري د دې ډول ورکشاپونو له جوړولو مننه وکړه او دا ورکشاپونه یې ډېر ګټور یاد کړل، نوموړي د عزیزي بانک له کارکوونکو وغوښتل چې د قوانینو او مقرراتو په رڼا کې مشتریانو ته غوره بانکي خدمتونه وړاندې کړي.

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۵:۵۸
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

ټولو درنو سوداګرو، شرکتونو او قراردادي بنسټونو ته خبر ورکول کېږي، هغه بانکي ضمانتونه چې د تېرې ادارې پر مهال د پروژو او قراردادونو د تضمین په موخه په بانکونو کې ایښودل شوي وو او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۶:۲۵
Background image

د افغانستان بانک پلاوي د شمال او شمال ختیځ زونونو څخه لیدنه وکړه

د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد په مشرۍ یو پلاوي شمال او شمال خیتځ زونونو ته سفر وکړ او په دې زونونو کې یې د افغانستان بانک له نمایندګیو څخه لیدنه وکړه؛ دا سفر د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۹:۵۵
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

په دې وروستیو کې داسې راپورونه ترلاسه شوي چې ځینې اشخاص په ورځنیو اقتصادي راکړو ورکړو کې د ۱، ۲  او ۵ افغانیو بانکنوټونو او سکو له اخیستلو څخه ډډه کوي. له همدې امله ټولو هېوادوالو ته. . .

بېرته خبرونه ته