د تش بست خبرتیا
د خپریدو نېټه
د پای نیټه
د دندې عنوان: د پوستکالي آزمایښت کوونکی
آمریت: د معلوماتي ټکنالوژۍ لوی آمریت
گریډ: اووم) ۷(
د پیل نېټه: ۱۴۴۷ ذوالقعده الحرام ۲۳
د پای نېټه: ۱۴۴۷ ذوالحجة الحرام ۷
د ګمارنې ډول: دایمي
دندې او مسئولیتونه
• د USER INTERFACE آزمایښت؛ دا هغه سیستمونه دي چې د پراختیا ورکوونکو ټیمونو لخوا چمتو کیږي
• د USER INTERFACE او د هغه د کاري صلاحیتونو د کچې د تنظیماتو د برخو کارول او ورڅخه ډاډ ترلاسه کول
• د UAT ترسره کول یا په پراختیا ورکړل شوو سیستمونو کې د کاروونکي تاییدي
• په سیستم باندې د غیر منظمو معلوماتو پلي کول او د هغو د ستونزو پیژندل
• د پراختیا ورکړل شوو سیستمونو د انټرفیس په کارولو سره په UI باندې د SRS د ټولو ټاکلو پروسو پلي کول
• د مکتوبونو، وړاندیزونو، استعلامونو او نورو اداري لیکونو لیکل او تعقیبول او پر ټاکلي وخت کې یې طی مراحل کول
• د هارډ او سافټ کاپي په بڼه په کره او منظمه توګه په دوسیو او کارتنونو کې د مکتوبونو، وړاندیزونو، استعلامونو او نورو اداري لیکونو ترتیب، تنظیم او ساتنه
• د کاري پلانونو ترتیبول او مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر ته د کاري راپورونو وړاندې کول
• د نورو ټولو هغو دندو او مسئولیتونو ترسره کول چې د کړنلارو، لارښوونو او د لوړ پوړي مقام د لارښوونو پر بنسټ د لایحې او مقررو سره سم ورسپارل کیږي.
د زده کړې کچه:
• د کمپیوټر ساینس، معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې د لیسانس او د دندې اړوند تخصصي سندونو درلودل او په یادو برخو کې د ماسترۍ سند ته لومړیتوب ورکول کیږي.
تجربه:
• د دندې اړوند دوه (۲) کلنه کاري تجربه.
مهارتونه او وړتیاوې
• د هېواد له رسمي ژبو او انګلیسي سره بلدتیا
• د مدیریتي مهارتونو درلودل
• په خبرو کې فصاحت او بلاغت
• له کمپیوټري پروګرامونو او بانکي سیستمونو سره بلدتیا
• له بانکي قوانینو او مقررو سره بلدتیا
• د مکتوبونو، وړاندیزونو او کاري راپورونو د لیکلو وړتیا
• د کاري مسئولیت درک او په کاري ساحه کې د ستونزو پېژندل
• د دندې محرمیت ساتل
• په بېلابېلو پلټفارمونو کې د لوړ کیفیت پوستکالي آزمایښت کولو ثابته شوې وړتیا او د صنعت له معیاري کړنلارو او ابزارونو سره بلدتیا
• د اړتیاوو د مستندونو د څېړلو او ارزونې وړتیا او د آزمایښتي فعالیتونو استخراج
• له PHP, Laravel, JavaScript, Vue3, C++, Python, Django پروګرامونو سره بشپړه بلدتیا
• د پروګرام لیکلو په بېلابېلو ژبو لکه جاوا، C++ او پایتون باندې پوهېدل. د پروګرام لیکلو د ژبو لپاره د واحدو آزمایښتونو او مدغم شوو آزمایښتونو د لیکلو وړتیا او واک درلودل
• د افغانستان بانک د دندو او موخو په اړه پوهاوی درلودل
شخصي صفتونه او ارزښتونه:
• رښتینی، د نیک چلند خاوند، نوښتګر، ډسپلین لرونکی، دندې او وخت ته پوره پابند، ډله ایز کار ته لېواله، همکار، مسئولیت منونکی، تصمیم نیوونکی او په کاري برخه کې مسلکي.
یادونه:
• مینه وال او غوښتونکي کولای شي لومړی په Jobs.dab.gov.af ویب پاڼه کې ځانته یوزر جوړ او بیا د خپلي خوښي بست وټاکي او غوښتل شوي سندونه دې د pdf په بڼه اپلوډ کړي.
• د ازموینې د اخیستلو لپاره یوازې له ټاکل شویو درخواست کوونکو سره اړیکه نیول کېږي.
• د آزموینې نېټه وروسته اعلانیږي.