د افغانستان بانک لومړي مرستیال او د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام د استازي ترمنځ الوداعي غونډه ترسره شوه

Mpoya
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۴:۳۰
دیدار تودیعی میان معاون اول د افغانستان بانک و نماینده برنامه انکشافی سازمان ملل متحد برگزار شد

۱۴۴۸ د محرم الحرام ۱۵ مه -  د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام استازي ښاغلي سټیفن روډریګز او ورسره مل پلاوي ترمنځ د افغانستان بانک د عالي شورا په تالار کې الوداعي غونډه ترسره شوه.

په دې غونډه کې د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پرمختیايي فعالیتونه او په ځانګړې توګه د وړو مالي تمویلاتو په برخه کې د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام استازي ښاغلي سټیفن روډریګز له هڅو څخه مننه وکړه. ښاغلي خالد وویل چې د افغانستان بانک په هېواد کې د ملګرو ملتونو پرمختیايي فعالیتونو او د وړو مالي تمویلاتو سکتور ته د ودې ورکولو په برخه کې هڅې او ژمنتیا ستايي. هغه زیاته کړه چې د افغانستان بانک ژمن دی چې  د دې سکتور د ودې لپاره له ملي او نړیوالو ادارو سره په ګډه کار وکړي او د اسلامي مالي تمویلاتو خدمتونه ټول افغانستان ته وغځوي ترڅو د هېواد د اقتصادي پرمختګ او د فقر په کمولو کې رغنده رول ولوبوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام استازي ښاغلي سټیفن روډریګز د وړو مالي تمویلاتو د پياوړتیا په برخه کې د افغانستان بانک د مشرتابه او کارکوونکو همکاري او ژمنتیا وستایله او هیله یې څرګنده کړه چې په دې برخه کې همکارۍ دوام ومومي.

د یادونې وړ ده چې ښاغلی سټیفن روډریګز خپله دنده په افغانستان کې پای ته رسوي. هغه د خپلې دندې پر مهال د افغانستان بانک سره په بېلابېلو برخو کې، په ځانګړې توګه د مالي خدمتونو د پراختیا او د وړو مالي تمویلاتو د ودې په برخه کې نږدې همکاري کړې ده. د افغانستان بانک د هغه له هڅو او همکارۍ څخه مننه کوي.

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۷:۱۴
Background image

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه ترسره شوه

د ۱۴۴۸ هـ.ق کال د ربیع الثاني ۱۷مه – د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه د دې بانک د لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، په مشرۍ چې په ورته وخت کې د افغانستان بانک د عالي شورا مرستیال. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۱
Background image

د افغانستان بانک او اې سي جي ایف ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

۱۴ د ربیع الثاني ۱۴۴۸ کال - د افغانستان بانک او د افغان اعتباري بنسټ نړیوالې مؤسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو. د دغه هوکړه‌لیک د لاسلیک په موخه د افغانستان بانک د عالي شورا په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۵
Background image

د مندرسو بانکنوټونو بېلګې

هغه بانکنوټونه چې لاندې ذکر شوې ځانګړتیاوې ولري، مندرس بانکنوټونه ګڼل کیږي او د بدلېدو وړ دي:

ګران هېوادوال کولای شي چې په مرکز او ولایتونو کې دا ډول بانکنوټونه د افغانستان بانک او د. . .

بېرته خبرونه ته