د افغانستان د اسعاري زېرمو په اړه د امریکا د متحده ایالتونو د پریکړې په تړاو د افغانستان بانک اعلامیه

Mpoya
شنبه ۱۴۰۰/۱۱/۲۳ - ۱۵:۴۳
د افغانستان د اسعاري زېرمو په اړه د امریکا د متحده ایالتونو د پریکړې په تړاو د افغانستان بانک اعلامیه

۱۴۰۰ د سلواغې ۲۳ مه، کابل

د افغانستان بانک د افغانستان د مرکزي بانک په توګه د قانون پر بنسټ د هېواد د اسعاري زېرمو د ساتلو او مدیریت کولو دنده پر غاړه لري، د افغانستان بانک؛ اسعاري زېرمې چې د امریکا په متحده ایالتونو کې ساتل کېږي، د امریکا د متحده ایالتونو د جمهور رئیس د فرمان د منځپانګې له مطالعې او ارزونې وروسته، د هغه په تړاو لاندې ټکي څرګندوي:

۱. د اسعاري زېرمو موخې: د افغانستان اسعاري زېرمې د اړوند قانون او مقررو پر بنسټ د پولي سیاست د پلي کېدو، له نړۍ سره د سوداګرۍ د اسانتیا او د هېواد د مالي نظام د ټینګښت په موخه کارول کېږي.

۲. د اسعاري زېرمو مالکیت: د اسعاري زېرمو اصلي خاوندان د افغانستان ولس دی. دا زېرمې په تېر او اوس مهال کې په حکومتونو، ګوندونو او ډلو پورې تړاو نه لري او د هغوی د غوښتنې او یا پریکړو پر بنسټ کارول شوي نه دي.

۳. د اسعاري زېرمو مدیریت: د افغانستان اسعاري زېرمې د ځانګړو موخو په پام کې نیولو سره د نړیوالو منل شویو معیارونو پر بنسټ مدیریت کېږي. د افغانستان بانک د دې زېرمو وضعیت په کره او دوامداره توګه څاري. د اسعاري زېرمو یوه برخه د منل شویو اصولو پر بنسټ د امریکا په متحده ایالتونو کې په پانګه اچول شوې، څو د هغې د خوندیتوب په ساتلو سره ځانګړو موخو ته د رسیدو لپاره د اړتیا پر مهال د افغانستان بانک په واک کې ورکول کیږي.

له همدې امله، د افغانستان بانک؛ د اسعاري زېرمو په اړه د امریکا د متحده ایالتونو وروستۍ پریکړه چې دا زیرمې به د ټاکل شویو موخو پر خلاف لګول کېږي، دافغانستان ولس په حق کې ناعادلانه او د نه منلو وړ پریکړه بولي. افغانستان هیڅ کله دا پریکړه نه مني چې یادې زیرمې دې د بشري مرستو یا غرامت په نامه د بل چا په اختیار کې ورکړل شي او په دې اړه د بیاکتنې تر څنګ د ټولو اسعاري زیرمو د ازادولو غوښتنه کوي.

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۵:۵۸
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

ټولو درنو سوداګرو، شرکتونو او قراردادي بنسټونو ته خبر ورکول کېږي، هغه بانکي ضمانتونه چې د تېرې ادارې پر مهال د پروژو او قراردادونو د تضمین په موخه په بانکونو کې ایښودل شوي وو او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۶:۲۵
Background image

د افغانستان بانک پلاوي د شمال او شمال ختیځ زونونو څخه لیدنه وکړه

د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد په مشرۍ یو پلاوي شمال او شمال خیتځ زونونو ته سفر وکړ او په دې زونونو کې یې د افغانستان بانک له نمایندګیو څخه لیدنه وکړه؛ دا سفر د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۹:۵۵
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

په دې وروستیو کې داسې راپورونه ترلاسه شوي چې ځینې اشخاص په ورځنیو اقتصادي راکړو ورکړو کې د ۱، ۲  او ۵ افغانیو بانکنوټونو او سکو له اخیستلو څخه ډډه کوي. له همدې امله ټولو هېوادوالو ته. . .

بېرته خبرونه ته