د افغانستان بانک سرپرست د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام له مشر سره ولیدل

Mpoya
چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۶ - ۱۴:۳۱
د افغانستان بانک سرپرست د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام له مشر سره ولیدل

۱۴۴۵ ذوالقعدة الحرام  ۲۷ مه - د افغانستان بانک سرپرست رئیس ښاغلي هدایت الله بدري د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له رییس ښاغلي سټیفن راډریکز سره د افغانستان بانک د عالي شورا په تالار کې ولیدل او پر بېلابېلو موضوعاتو یې ورسره خبرې وکړې.

په دې لیدنه کې د افغانستان بانک د ټولو سرپرست رئیس بانکي سکتور، اسلامي بانکوالي، د اداینو برېښنایي کول او کوچني مالي تمویلات د اقتصادي پرمختګ په برخه کې د خورا ارزښت وړ یاد کړل او د دې برخو پیاوړتیا یې د اوسني عصر اړتیا وبلله.

په یاده لیدنه کې ښاغلي بدري وویل چې د افغانستان بانک توانیدلی دی چې بانکي سکتور په ښه ډول مدیریت کړي، د اسلامي بانکوالۍ د پراختیا په برخه کې د پام وړ ګامونه پورته کړي، د اداینو د برېښنایي کولو په برخه کې عملي اقدامات تر سره کړي او همدارنګه د کوچنیو مالي تمویلاتو د پیاوړتیا په موخه منظم قوانین او مقررات رامنځته کړي، ترڅو په دې وسیله د هېواد په ټولیز اقتصاد کې خپل مثبت رول تر سره کړي.

ښاغلي بدري وویل چې مونږ باور لرو چې مناسبو مالي خدمتونو ته لاسرسی کولای شي د ټیټ عاید لرونکو خلکو په اقتصادي پیاوړتیا او د فقر په کمولو کې مهم رول تر سره کړي. د افغانستان بانک سرپرست یادونه وکړه چې دا بانک له ټولو مرسته کوونکو بنسټونو سره د غوره اړیکو غوښتونکی دی او هیله لري چې مرسته کوونکي بنسټونه به خپلې مرستې د بیکارۍ کچې په کمولو او دندو په رامنځته کولو متمرکزې کړي.

په دې غونډه کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام رییس ښاغلي سټیفن راډریکز د افغانۍ د ثبات، انفلاسیون د کنترول، بانکي سکتور د مدیریت او د ټولیز اقتصاد په پرمختګ کې د افغانستان بانک د لاسته راوړنو د ستاینې ترڅنګ د بانکي سکتور، اسلامي بانکوالۍ د پراختیا، کوچنیو مالي تمویلاتو، اداینو د برېښنايي کولو او یو شمېر نورو برخو کې د همکارۍ ژمنه وکړه.

د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې د افغانستان بانک د بېلابېلو آمریتونو آمرینو او د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام رئیس سره راغلي پلاوي ګډون درلود.

آخرین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۱
Background image

تفاهم‌نامه همکاری میان د افغانستان بانک و ای سی جی ایف به امضا رسید

۱۴ ربیع‌الثانی ۱۴۴۸ - تفاهم‌نامه همکاری میان د افغانستان بانک و مؤسسه بین‌المللی بنیاد اعتباری افغانستان طی نشستی در تالار شورای عالی د افغانستان بانک، به امضا رسید.

محترم صدیق‌الله. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۳
Background image

نمونه های بانکنوت های مندرس

بانکنوت های که دارای خصوصیات ذیل باشند، در جمع بانکنوت های مندرس محسوب و قابل تعویض می باشند:

هموطنان عزیز می توانند این نوع بانکنوت ها را در مرکز و ولایات کشور در نمایندگی های د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۱۴
Background image

د افغانستان بانک ۶۶۰.۲ میلیون افغانی بانکنوت های مندرس جمع‌آوری‌شده از سه زون را حریق نمود

۲ ربیع الثانی ۱۴۴۸ – د افغانستان بانک بمنظور مدیریت سالم نظام پولی کشور و ایجاد سهولت هرچه بیشتر در داد و ستد، به مبلغ ۶۶۰,۲۰۰,۰۰۰ (ششصد و شصت میلیون و دوصد هزار) بانکنوت های مندرس جمع. . .

بازگشت به خبر