د مندرسو بانکنوټونو بېلګې

Mpoya
چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۶ - ۱۶:۴۳
د مندرسو بانکنوټونو بېلګې

د افغانستان بانک د بانکي عملیاتو کړنلارې د شپږم فصل د (۳۶) مادې سره سم، هغه بانکنوټونه چې لاندې ذکر شوې ځانګړتیاوې ولري، مندرس بانکنوټونه ګڼل کیږي:

۱-  هغه بانکنوټونه چې ظاهري بڼه یې په بشپړه توګه بدله شوې وي.

۲-  هغه بانکنوټونه چې یوه برخه یې قطع شوې وي.

۳-  هغه بانکنوټونه چې زیات لیکل پرې شوې وي چې له امله یې د بانکنوټ ظاهري بڼه بدله شوې وي.

۴-  هغه بانکنوټونه چې امنیتي نښې یې په بشپړه توګه له منځه تللي وي خو  اصليت یې د پیژندلو وړ  وي.

۵-  هغه بانکنوټونه چې د ډیرې کارونې له امله په بشپړ ډول زاړه (مړاوي) شوي وي او د نوټ شمیرنې په ماشینونو کې د شمیرلو وړ نه وي.

۶-  هغه بانکنوټونه چې ډیر زاړه شوي وي، ډیرې څیرې شوې برخې ولري او په ډیرو برخو یې سکاشټیپ لګیدلی وي او د نوټ شمیرنې په ماشینونو کې د شمیرلو وړ نه وي.

د افغانستان بانک د اړوندې کړنلارې سره سم په خپل وار د خلکو د آسانتیا لپاره مندرس بانکنوټونه راټولوي او سوځوي او په بدل کې یې نوي بانکنوټونه بازار ته وړاندې کوي. خو له ګرانو هېوادوالو څخه غواړي چې په غوره توګه یې د ساتلو په برخه کې پاملرنه وکړي.

آخرین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۱
Background image

تفاهم‌نامه همکاری میان د افغانستان بانک و ای سی جی ایف به امضا رسید

۱۴ ربیع‌الثانی ۱۴۴۸ - تفاهم‌نامه همکاری میان د افغانستان بانک و مؤسسه بین‌المللی بنیاد اعتباری افغانستان طی نشستی در تالار شورای عالی د افغانستان بانک، به امضا رسید.

محترم صدیق‌الله. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۳
Background image

نمونه های بانکنوت های مندرس

بانکنوت های که دارای خصوصیات ذیل باشند، در جمع بانکنوت های مندرس محسوب و قابل تعویض می باشند:

هموطنان عزیز می توانند این نوع بانکنوت ها را در مرکز و ولایات کشور در نمایندگی های د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۱۴
Background image

د افغانستان بانک ۶۶۰.۲ میلیون افغانی بانکنوت های مندرس جمع‌آوری‌شده از سه زون را حریق نمود

۲ ربیع الثانی ۱۴۴۸ – د افغانستان بانک بمنظور مدیریت سالم نظام پولی کشور و ایجاد سهولت هرچه بیشتر در داد و ستد، به مبلغ ۶۶۰,۲۰۰,۰۰۰ (ششصد و شصت میلیون و دوصد هزار) بانکنوت های مندرس جمع. . .

بازگشت به خبر