د افغانیو د دودولو په اړه د ننګرهار له چارواکو سره لیدنه

Mpoya
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۴ - ۱۵:۳۷
د افغانیو د دودولو په اړه د ننګرهار له چارواکو سره لیدنه

ننګرهار، د ۱۳۹۸ کال د مرغومي ۲ مه – د افغانستان بانک سرپرست او لومړي مرستیال ښاغلي واحدالله نوشېر په هېواد کې د افغانیو د دودولو په اړه د پیل شویو منډو ترړو په لړ کې ننګرهار ولایت ته سفر وکړ او په دې اړه یې د یاد ولایت له والي ښاغلي شاه‌محمود میاخیل او یو شمېر نورو ولایتي چارواکو سره وکتل.

د دې لیدنې په ترڅ کې د افغانستان بانک سرپرست په ننګرهار ولایت کې د افغانیو د دودولو په اړه د پیل شويو هڅو ستاینه وکړه او په دې برخه کې یې د ننګرهار د ولایتي چارواکو له هڅو مننه وکړه.

په دې لیدنه کې د ننګرهار والي ښاغلي میاخېل د افغانستان بانک سرپرست او لومړي مرستیال ته د افغانیو د دودولو په اړه د پیل شوي کمپاین په اړه معلومات ورکړل او په دې برخه کې له یو شمېر شتو ستونزو یې یادونه وکړه، نوموړي هیله وښوده چې د افغانستان بانک به په وخت سره یادو ستونزو ته رسېدنه وکړي، څو پرمټ یې د افغانیو د دودولو په برخه کې د ننګرهار اوسېدونکي له ستونزو سره مخ نه شي.

د افغانستان بانک سرپرست او لومړي مرستیال ښاغلي نوشېر یې په غبرګون کې ژمنه وکړه چې په وخت سره به د دغه ولایت د خلکو یادو ستونزو حل ته ودانګي او پرې به نږدي چې د افغانیو د دودولو په برخه کې کومه ستونزه رامنځته شي.

باید وویل شي چې له تېرو څو اونیو را په دېخوا د ننګرهار په ګډون د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د افغانیو د دودولو لپاره د ولایتي چارواکو له لوري هڅې پیل شوې دي.

پاتې دې نه وي چې د افغانستان بانک سرپرست ننګرهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د صنعت کارانو او صرافانو ټولنو له استازو، هټیوالو، سوداګرو، عامو وګړو او د دې ولایت له امنیتي چارواکو سره د افغانیو د دودولو په اړه هم لیدنه وکړه.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان بانک سرپرست او لومړي مرستیال په ننګرهار ولایت کې د افغانیو د دودولو په اړه د پیل شویو هڅو له کبله د یاد ولایت والي ته ستاینلیک هم ورکړ.

آخرین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۷:۲۳
Background image

معاون اول د افغانستان بانک با معاون یوناما و رئیس برنامه توسعه سازمان ملل متحد دیدار کرد

۲۰ رمضان المبارک ۱۴۴۷ – محترم صدیق‌الله خالد، معاون اول د افغانستان بانک، با محترم اندریکا راتوات، معاون هیئت معاونت سازمان ملل متحد در افغانستان (یوناما)، و محترم استفن رودریگز، مدیر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۵:۴
Background image

اطلاعیه د افغانستان بانک

در صورتیکه حین مراجعه  به یکی از مؤسسات مالی به کدام مشکل مواجه می شوید ویا با شما برخورد نامناسب صورت می گیرد ویا هم حقوق شما به اساس اصول پرداخت نمیگردد، شما می توانید شکایت خویش را. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۷:۱
Background image

د افغانستان بانک بانکنوتهای مندرس زون غرب را جمع آوری و حریق نمود

۲۰ شعبان المعظم ۱۴۴۷-  د افغانستان بانک طبق طرزالعمل ‌های مربوطه، به ارزش ۵۳۷،۷۴۶،۰۰۰ (پنجصد و سی و هفت میلیون و هفت صد و چهل و شش هزار) افغانی بانکنوتهای مندرس را از زون غرب جمع آوری. . .

بازگشت به خبر