د کندهار ولایت د صرافانو او پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو سره غونډه

Mpoya
شنبه ۱۴۰۱/۵/۱۵ - ۱۰:۳۴
د کندهار ولایت د صرافانو او پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو سره غونډه

۱۴۴۴، محرم الحرام ۶ مه – د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي نوراحمد آغا په مشرۍ د کندهار ولایت د صرافانو او پولي خدمتونو له وړاندې کوونکو سره د افغانستان بانک په سویل لویدیځ زون کې غونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې ښاغلی نوراحمد آغا د صرافانو او پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو د سکتور  لپاره د جوړې شوي طرحې پر اړتیا، ارزښت او تطبیق په تفصیل سره خبرې وکړې او یاده طرحه یې د صرافیو او پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو د چارو د میکانیزه کولو په برخه کې د ارزښت وړ یاده کړه.

نوموړي یاده طرحه د افغانستان د خلکو، صرافانو د فعالیتونو او د هيواد د مالي سکتور د پیاوړتیا لپاره اړینه وبلله او یادونه یې وکړه چې پدې برخه کې د صرافانو او پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو لپاره ډېرې اسانتیاوې په نظر کې نیول شوې دي.

نوموړي له صرافانو او د پولي خدمتونو له وړاندې کوونکو وغوښتل چې د نوې طرحې پر بنسټ د جوازونو د اخیستلو لپاره د افغانستان بانک ته مراجعه وکړي، ترڅو د توظیف شوې کمېټې لخوا یې دفترونه و نه تړل شي.

د یادولو وړ ده چي په دې ناسته کی د غیربانکی مالي موسسو د څارني عمومي آمر ښاغلي احمد ظاهر ناصرزي او د سویل لویدیځ زون آمر ښاغلي ملا عبدالصمد منصوري او د دې زون یو شمېر کارکوونکو هم ګډون کړی وو.

باید وویل شي چې چې تر دې وړاندې په هلمند ولایت کې هم د اړوندې موضوع په اړه د صرافانو او پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو سره غونډه تر سره شوې وه او د یادې موضوع په اړه صرافانو او د پولي خدمتونو وړاندې کوونکو ته اړین معلومات ورکړل شوي دي.

آخرین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۴:۶
Background image

اطلاعیه د افغانستان بانک

د افغانستان بانک به اطلاع هموطنان عزیز می‌رساند که به‌منظور ارایه خدمات بهتر، آسان‌تر و سریع‌تر، فعالیت‌های سیستم بین‌البانکی  (ACSS)  ای سی ایس ایس از این پس به‌صورت ۲۴ ساعته فعال می. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۲:۳۴
Background image

هموطنان عزیز!

در صورتیکه حین مراجعه  به یکی از مؤسسات مالی به کدام مشکل مواجه می شوید ویا با شما برخورد نامناسب صورت می گیرد ویا هم حقوق شما به اساس اصول پرداخت نمیگردد، شما می توانید شکایت خویش را. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۶:۹
Background image

تدویر جلسه تحت رهبری د افغانستان بانک به منظور  گسترش پرداخت‌های الکترونیکی و جمع‌آوری دیجیتلی عواید 

۲۱ رجب‌المرجب ۱۴۴۷ - نشستی تحت ریاست  محترم صدیق‌الله خالد معاون اول د افغانستان بانک با اتحادیه و مؤسسات پول الکترونیک افغانستان برگزار گردید. در این نشست موضوعات مربوط به تطبیق حکم. . .

بازگشت به خبر