د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه جوړه شوه

Mpoya
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۲۲ - ۱۵:۳۶
د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه جوړه شوه

د ۱۴۴۵ هـ ش کال د ذوالحجې ۴ مه  - د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه د افغانستان بانک د سرپرست رئیس ښاغلي هدایت الله بدري په مشرۍ او د دې شورا د غړو په ګډون د افغانستان بانک په مرکزي دفتر کې جوړه شوه.

د دې غونډې په پیل کې د افغانستان بانک سرپرست رئیس ښاغلي هدایت الله بدري لومړی د پولي سیاستونو د اغېزناک تطبیق، د بانکوالۍ سکتور د وضعیت، په هیواد کې د اسلامي بانکوالۍ د پراختیا د هڅو، د صرافۍ د فعالیتونو د میکانیزه کولو او مالي خدمتونو ته د خلکو د لاسرسي په اړه خبرې وکړې.

ښاغلي بدري زیاته کړه چې په تېر یو کال کې افغانۍ د ډالر پر وړاندې خپل ارزښت ثابت ساتلی او د سیمې او نړۍ د ډېرو هېوادونو د اسعارو په پرتله د ښه کېدو په حال کې ده. نوموړي د بانکونو د شتمنیو د وضعیت، مدیریت او نقدینګۍ د ښه والي په اړه معلومات شریک کړل او یادونه یې وکړه چې د اسلامي بانکوالۍ په سکټور کې د خلکو د امانتونو کچه د تیرې ربعې په پرتله څلور سلنه زیاتوالی ښيي.

ورپسې د افغانستان بانک د سکتوري آمریتونو د ۱۴۰۲ لمریز کال په وروستیو شپږو میاشتو کې د پولي سیاستونو د تطبیق، د بانکي سکتور د ښه والي، د اسلامي بانکوالۍ د پراختیا او د اداینو د سیستم په برخه کې د اجراآتو راپورونه وړاندې شول او د ۱۴۰۳ کال د پلانونو په اړه بحثونه تر سره شول.

باید وویل شي چې په دې غونډه کې د افغانستان بانک د اړوندو آمریتونو له لوري د افغانستان خلکو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو په موخه یو شمېر وړاندیزونه شریک او د افغانستان بانک د عالي شورا له لوري منظور شول.

د یادولو وړ ده چې د افغانستان بانک عالي شورا د دې بانک د پرېکړې کولو تر ټولو لوړه مرجع ده چې په کال کې څلور ځله غونډې تر سره کوي.

آخرین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۷:۱۴
Background image

جلسه شورای عالی د افغانستان بانک برگزار شد

۱۷ ربیع‌الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق – جلسه شورای عالی د افغانستان بانک تحت ریاست محترم صدیق‌الله خالد، معاون اول د افغانستان بانک و معاون شورای عالی این بانک، برگزار گردید، طی این جلسه پیرامون. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۱
Background image

تفاهم‌نامه همکاری میان د افغانستان بانک و ای سی جی ایف به امضا رسید

۱۴ ربیع‌الثانی ۱۴۴۸ - تفاهم‌نامه همکاری میان د افغانستان بانک و مؤسسه بین‌المللی بنیاد اعتباری افغانستان طی نشستی در تالار شورای عالی د افغانستان بانک، به امضا رسید.

محترم صدیق‌الله. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۳
Background image

نمونه های بانکنوت های مندرس

بانکنوت های که دارای خصوصیات ذیل باشند، در جمع بانکنوت های مندرس محسوب و قابل تعویض می باشند:

هموطنان عزیز می توانند این نوع بانکنوت ها را در مرکز و ولایات کشور در نمایندگی های د. . .

بازگشت به خبر