د ترهګرۍ د تمویل او پیسو وینځلو څخه د مخنیوي د همغږۍ عالي کمیسیون غونډه جوړه شوه

Anonymous (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۷/۱۲/۷ - ۱۷:۵۴
د ترهګرۍ د تمویل او پیسو وینځلو څخه د مخنیوي د همغږۍ عالي کمیسیون غونډه جوړه شوه

د ۱۳۹۷ کال د کب ۷ مه- د ترهګرۍ د تمویل او پیسو وینځلو د مخنیوي د همغږۍ عالي کمیسیون د همکارۍ لومړی غونډه د افغانستان بانک په مرکزي دفتر کې جوړه شوه. د دې غونډې اصلي موخه له پیسو وینځلو سره مبارزه، د ترهګرۍ د مالي سرچینو د له منځه وړل او همدا ډول د پیسو له قاچاقولو او مالي جرایمو څخه د مخنیوي په موخه د طرحې او پالیسۍ رامنځته کول وو. د افغانستان بانک او د ترهګرۍ د تمویل او پیسو وینځلو د مخنیوي دهمغږۍ عالي کمیسیون رئیس ښاغلي خلیل صدیق وویل چې د دې کمیسیون اصلي دندې د ترهګرۍ د تمویل او پیسو وینځلو له جرایمو څخه د مخنیوي لپاره د طرحې او پالیسي رامنځته کول،  له رامنځته شوې پالیسۍ څخه ارزونه او څارنه، د کمیسیون د داخلي همکاریو لپاره د یوه منظم چوکاټ رامنځته کول، د نړیوالو معیارونو او اړتیاوو په ځانګړي توګه د (FATF)  یا د نړیوالو مالي اقداماتو د ډلې د وړاندیزیونو مراعت کول، د پیسیو وینځلو او د ترهګرۍ د تمویل د مخنیوي د قانون په اړه د وړاندیزونو او تعدیلاتو ارزونه، د اړوند اداراتو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کول، د ښې همکارۍ په موخه د ښوونیزو ورکشاپونو ترسره کول، په ملي او نړیواله کچه د پیسو وینځلو او د ترهګرۍ د تمویل او مالي جرایمو څخه د مخنیوي لپاره د همغږۍ ترسره کول، ګڼل کېږي.ښاغلي خلیل صدیق زیاته کړه چې د اړوندو اداراتو په ښې همغږۍ او همکارۍ سره به د تروریزم له مالي سرچینو، نشه یې توکو، پیسو وینځلو او مالي جرایمو څخه مخنیوي ترسره شي او په دې برخه کې به مثبت اغیز وکړي.د ملګرو ملتونو د سازمان غړې هم په یاده غونډه کې له  یاد کمیسیون سره د مرستې ټټر وواهه او زیاته کړه چې د مالي جرایمو او د ترهګرۍ د تمویل مخنیوی کولای شي مالي او اقتصادي پرمختګ ته لاره هواره کړي.په پاې کې پریکړه وشوه چې د کمیسیون د پالیسۍ او طرحې د تصویب غونډه به د راتلونکې یوې میاشتې په ترڅ کې ترسره شي، څو د کمیسیون د همکارۍ او د اړوندو ادارو د همغږۍ چارې کړندۍ شي.د ترهګرۍ د تمویل او پیسو وینځلو څخه د مخینوي قانون د دري دېرشمې مادې پربنسټ یاد کمیسیون د ۱۰ دولتي ادارو په ګډون رامنځته شوی چې د ترهګرۍ د تمویل او مالي جرایمو څخه د مخینوي لپاره د ښې همغږۍ او همکارۍ له لارې خپلې کړنې ترسره کوي.د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې د افغانستان بانک د لوی رئیس سربېره د مالیې، عدلیې، بهرنیو چارو، کورنیو چارو، د نشه توکو پروړاندې د مبارزې وزارتونو ، لویې څارنوالۍ، د ملي امنیت شورا او ملي امنیت ریاست استازو او د افغانستان د مالي معاملو او راپورنو د څیړنې مرکز مشرتابه پلاوي  ګډون کړی وو.

آخرین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۴۸
Background image

نشست شورای عالی د افغانستان بانک برگزار گردید

۱۸ شوال ‌المکرم ۱۴۴۷ هـ.ق – جلسه شورای عالی د افغانستان بانک تحت ریاست محترم نور احمد آغا رئیس کُل د افغانستان بانک که هم ‌زمان ریاست این شورا را نیز بر عهده دارد، با حضور اعضای شورا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۰:۴
Background image

اطلاعیه د افغانستان بانک

در صورتیکه حین مراجعه  به یکی از مؤسسات مالی به کدام مشکل مواجه می شوید ویا با شما برخورد نامناسب صورت می گیرد ویا هم حقوق شما به اساس اصول پرداخت نمیگردد، شما می توانید شکایت خویش را. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۷:۲۳
Background image

معاون اول د افغانستان بانک با معاون یوناما و رئیس برنامه توسعه سازمان ملل متحد دیدار کرد

۲۰ رمضان المبارک ۱۴۴۷ – محترم صدیق‌الله خالد، معاون اول د افغانستان بانک، با محترم اندریکا راتوات، معاون هیئت معاونت سازمان ملل متحد در افغانستان (یوناما)، و محترم استفن رودریگز، مدیر. . .

بازگشت به خبر