په شمال ختیځ زون کې د برېښنايي سیستم د پراختیا په اړه د عامه پوهاوۍ پروګرام جوړ شو

Anonymous (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۸/۴/۱۰ - ۱۴:۳۹
په شمال ختیځ زون کې د برېښنايي سیستم د پراختیا په اړه د عامه پوهاوۍ پروګرام جوړ شو

د افغانستان بانک، په هېواد کې د برېښنايي سیستم د پراختیا په اړه د پوهاوۍ او ښوونیزو پروګرامونو د جوړیدو په ترڅ کې دا ځل د چنګاښ په 6 د شمال خټیځ   زون په ګڼ شمېر سوداګرو، د سوداګریزو بانکونو، ګمرکونو او د سوداګرۍ د خونې استازو لپاره ښوونیز ورکشاپ جوړ کړ.

په پیل کې د افغانستان بانک د شمال ختیځ  زون آمر ښاغلي عطا خان اورتاق خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې د بريښنایي ورکړې په سیستم کې د چمتو شویو اسانتیاوو په کارونې سره سوداګر او د دولت د عوایدو ورکوونکي کولای شي د سوداګریزو بانکونو له لارې د دولت عواید له جغرافیايي محدودیت پرته او په خپل وخت اړوندو حسابونو ته ولیږدوي.

وروسته د افغانستان بانک د بانکي عملیاتو مرستیال ښاغلي شفیق الله شفق په مالي نظام کې د ورکړې د سیستم د ارزښت په اړه د پریزنټیشن د وړاندې کولو تر څنګ د ورکړې د برېښنايي سیستم چې د سوداګرو د ځان او مال د خوندیتوب لامل کیږي، د موخو، ګټو او ترلاسه شویو پایلو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

ورپسې د اداینو د آمریت د څېړنې او پراختیا مدیر ښاغلي فرید سکندري د ورکړې په سیستم کې د معاملو د ترسره کولو د څرنګوالي او د ماليې وزارت استازي ښاغلي حمید سلطاني د معاملو د ګمرکي پړاونو په اړه ګډونوالو سره خپل معلومات شریک کړل.

آخرین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۷:۱۴
Background image

جلسه شورای عالی د افغانستان بانک برگزار شد

۱۷ ربیع‌الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق – جلسه شورای عالی د افغانستان بانک تحت ریاست محترم صدیق‌الله خالد، معاون اول د افغانستان بانک و معاون شورای عالی این بانک، برگزار گردید، طی این جلسه پیرامون. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۱
Background image

تفاهم‌نامه همکاری میان د افغانستان بانک و ای سی جی ایف به امضا رسید

۱۴ ربیع‌الثانی ۱۴۴۸ - تفاهم‌نامه همکاری میان د افغانستان بانک و مؤسسه بین‌المللی بنیاد اعتباری افغانستان طی نشستی در تالار شورای عالی د افغانستان بانک، به امضا رسید.

محترم صدیق‌الله. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۳
Background image

نمونه های بانکنوت های مندرس

بانکنوت های که دارای خصوصیات ذیل باشند، در جمع بانکنوت های مندرس محسوب و قابل تعویض می باشند:

هموطنان عزیز می توانند این نوع بانکنوت ها را در مرکز و ولایات کشور در نمایندگی های د. . .

بازگشت به خبر