د افغانستان بانک د ACCA د کارفرما  په توګه ومنل شو

Mpoya
دوشنبه ۱۳۹۸/۷/۱۵ - ۱۱:۳۹
افغانستان بانک د ACCA د کارفرما  په توګه ومنل شو

کابل، ۱۳۹۸ کال د تلې ۱۴– د افغانستان بانک د ACCA له لورې د یو لړ ټاکل شویو شرایطو او معیارونو له بشپړولو وروسته د یاد سازمان د منل شوي کارفرما سند ترلاسه کړ.

د افغانستان بانک سرپرست او دویم مرستیال، ښاغلي محمد قسیم رحیمي په دې اړه جوړې شوې غونډه کې د یاد سازمان له لورې د کارفرما په توګه د افغانستان بانک منل کیدل یوه لاسته راوړنه یاده کړه او زیاته یې کړه چې د افغانستان بانک د کارفرما  په توګه د منل کیدو په موخه په نړیواله کچه یو لړ شرایط پوره کړي دي.

ښاغلي رحیمي د خپلو خبرو په اوږدو کې وویل چې د پیسو نړیوال صندوق له لورې له ټاکل شویو موخو څخه یوه یې د ACCA په ګډون په اړونده برخو کې د مسلکي کدرونو درلودل دي، چې له نیکه مرغه د ACCA له لورې د کارفرما سند په ترلاسه کولو سره د افغانستان بانک وتوانید څو دا معیار په بریالیتوب سره بشپړ کړي. 

په پای کې د مالي او محاسبې عمومي آمر، ښاغلي سید یونس سادات د لوړو زده کړو په یاده مؤسسه کې د افغانستان بانک د منل کیدو په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې ACCA یوه منل شوي مؤسسه ده چې د نړۍ د ۱۷۸ څخه زیاتو هیوادونو کې د مسلکي او تخصصي زده کړو په برخه کې عملاً فعالیت کوي.

ښاغلي سادات زیاته کړه، هغه کسان چې د افغانستان بانک د محاسبې، داخلي پلټنې، څارنې او علمي څېړنو په برخو کې کار کوي، د ACCA تصدیق پاڼې درلودل ورته خورا مهم ګڼل کیږي.

د یادولو وړ ده چې په یاده غونډه کې د افغانستان بانک د بېلایلو برخو آمرینو او مرستیالانو، د بانک مالي سلاکار، د افغانستان بانک د مختلفو برخو یو شمیر مدیرانو او کارکوونکو هم ګډون کړی ؤ.

آخرین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۷:۱۴
Background image

جلسه شورای عالی د افغانستان بانک برگزار شد

۱۷ ربیع‌الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق – جلسه شورای عالی د افغانستان بانک تحت ریاست محترم صدیق‌الله خالد، معاون اول د افغانستان بانک و معاون شورای عالی این بانک، برگزار گردید، طی این جلسه پیرامون. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۱
Background image

تفاهم‌نامه همکاری میان د افغانستان بانک و ای سی جی ایف به امضا رسید

۱۴ ربیع‌الثانی ۱۴۴۸ - تفاهم‌نامه همکاری میان د افغانستان بانک و مؤسسه بین‌المللی بنیاد اعتباری افغانستان طی نشستی در تالار شورای عالی د افغانستان بانک، به امضا رسید.

محترم صدیق‌الله. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۳
Background image

نمونه های بانکنوت های مندرس

بانکنوت های که دارای خصوصیات ذیل باشند، در جمع بانکنوت های مندرس محسوب و قابل تعویض می باشند:

هموطنان عزیز می توانند این نوع بانکنوت ها را در مرکز و ولایات کشور در نمایندگی های د. . .

بازگشت به خبر