د افغانستان امریکايي پوهنتون د اقتصاد محصلینو لپاره روزنیز ورکشاپ

Mpoya
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۸/۲۸ - ۹:۲۲
د افغانستان امریکايي پوهنتون د اقتصاد محصلینو لپاره د روزنیز ورکشاپ جوړول

کابل، ۱۳۹۸ د لړم ۲۷، د افغانستان بانک د هېواد د پوهنتونونو د اقتصاد مالي او بانکي څانګو محصلینو لپاره د روزنیزو پروګرامونو په لړ کې، دا ځل د افغانستان امریکايي پوهنتون محصلینو ته د بانک د دندو، موخو او سیاستونو په اړه روزنیز ورکشاپ جوړ کړ.

په پیل کې د افغانستان د امریکايي پوهنتون رئیس ښاغلي ډیویډ سدني د افغانستان بانک پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ د دې ډول ورکشاپونو په ارزښت باندې خبرې وکړې او محصلینو ته یې د دا ډول اغیزناکه پروګرامونو د جوړیدو لپاره له د افغانستان بانک څخه مننه وکړه.

نوموړي د بیو د ټیکاو، د اسعارو پر وړاندې د افغانۍ د نرخ او د هېواد د مالي نظام د ټینګښت په برخو کې د افغانستان بانک هڅې وستایلې او زیاته یې کړه چې د افغانستان بانک د څو کلونو په اوږدو کې له ډېرو ننګونو سره بیاه هم ډېرې لاسته راوړنې درلودلي دي.

ورپسې، د افغانستان بانک سرپرست او لومړي مرستیال ښاغلي واحد الله نوشېر د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل چې د دا ډول ورکشاپونه د هېواد له پوهنتونو سره د بانک د اکادمیکو همکاریو برخه ده چې محصلین په دې ورکشاپونو کې په خپل ګډون سره د پولي سیاست د تطبیق، د مالي نظام د څارنې او د مرکزي بانک د اړوندو دندو پر وړاندې د افغانستان بانک د اجرااتو په اړه پوهاوی ترلاسه کوي.

ښاغلي نوشېر د خپلو خبرو په بله برخه کې بانکي خدمتونو ته د خلکو د لاسرسي د اسانتیا لپاره د افغانستان بانک په هڅو باندې د خبرو ترڅنګ وویل چې د افغانستان بانک مالي او بانکي خدمتونو ته خلکو د لاسرسي د اسانتیا په برخه کې اړوند قوانین کتلي او اړین تعدیلات یې په ځانګړې توګه د بانکي تضمینونو په برخه کې رامنځته کړي دي چې پورونو او د بانکي نظام نورو خدمتونو ته د خلکو د لاسرسي زمینه برابره کړي.

د ورکشاپ په اوږدو کې د افغانستان بانک د پولي سیاست لوی آمر ښاغلي نایب خان جمال د یو پریزنټیشن له لارې د پولي سیاست د طرحې او تطبیق په برخه کې د خبرو ترڅنګ د هېواد او سیمې د اقتصادي وضعیت د شننې پر څرنګوالي، د انفلاسیون پر اټکلونو، د داخلي ناخالصه تولیداتو د ودې پر سنجش، د اداینو بیلانس او د پولي سیاست د لوی آمریت د نورو اړوندو دوندو په اړه معلومات وړاندې کړل.

ښاغلي جمال خپلې خبرې په هېواد کې د پولي سیاست پر وړاندې د یو شمېر ننګونو پر څرګندونو پای ته ورسولې.

ورپسې د ا فغانستان بانک  د مالي چارو د څارنې د لوی آمریت مرستیال ښاغلي سید محسن سادات د مالي چارو د څارنې د موخو او دندو په اړه د خبرو ترڅنګ د مالي ټیکاو په برخه کې د ورکشاپ له ګډون کوونکو سره هر اړخیز معلومات شریک کړل.

ښاغلي سادات د افغانستان بانک د قانون جوړونې او څارنې د رول برخه هم روښانه کړه او د بانکونو د څارنې طریقه یې د ښه بانک او بد بانک په ډلبندۍ سره واضح کړه.

دا ورکشاپ د داسې اغیزناکو پروګرامونو د جوړولو پر بنسټ د افغانستان بانک د لوح تقدیر په ورکولو او ګډونوالو ته د تصدیق لیکونو په وېشلو پای ته ورسیده.

آخرین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۱:۱۷
Background image

اطلاعیه د افغانستان بانک

۱۴۴۷/۰۸/۰۲

محترم فیض احمد خوافی ولد حیات الله ولدیت حبیب الله مسکونه ولایت هرات درخواستی مؤرخ ۲۲/۰۹/۱۴۰۴ خویش را جهت اخذ جواز فعالیت بانکداری در کشور به د افغانستان بانک ارایه نموده. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۴:۶
Background image

اطلاعیه د افغانستان بانک

د افغانستان بانک به اطلاع هموطنان عزیز می‌رساند که به‌منظور ارایه خدمات بهتر، آسان‌تر و سریع‌تر، فعالیت‌های سیستم بین‌البانکی  (ACSS)  ای سی ایس ایس از این پس به‌صورت ۲۴ ساعته فعال می. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۲:۳۴
Background image

اطلاعیه د افغانستان بانک

در صورتیکه حین مراجعه  به یکی از مؤسسات مالی به کدام مشکل مواجه می شوید ویا با شما برخورد نامناسب صورت می گیرد ویا هم حقوق شما به اساس اصول پرداخت نمیگردد، شما می توانید شکایت خویش را. . .

بازگشت به خبر