د نړیوال بانک وروستی راپور په هېواد کې د پولي سیاستونو د بریالي تطبیق پخلی کوي

Mpoya
پنجشنبه ۱۴۰۲/۲/۷ - ۱۴:۳
د نړیوال بانک وروستی راپور په هېواد کې د پولي سیاستونو د بریالي تطبیق پخلی کوي

د افغانستان بانک په افغانستان کې د پولي وضعیت د ښه والي او د معقولو مالي سیاستونو د تطبیق په اړه د نړیوال بانک د وروستي راپور هرکلی کوي. د داسې راپورونو خپرول چې طبعاً د مسلکي ارزونو او تحلیلونو پر بنسټ جوړېږي، څرګندوي چې افغانستان ښه طرف ته روان دی او د هېواد اقتصادي مسایل په ښه توګه مدیریت شوي دي.

د افغانستان په اړه د نړیوال بانک د ۲۰۲۳ میلادي کال د لومړۍ ربعې په تازه راپور کې راغلي چې ‎افغانستان کې انفلاسیون را کم شوی، افغانۍ د بهرنیو اسعارو پر وړاندې پیاوړې شوې، ټولو دولتي مامورینو ته په وخت معاش ورکول کیږي او عواید د پخوا په پرتله لوړ شوي دي.

د دې راپور له مخې په صادراتو کې د تېر کال د لومړۍ ربعې په پرتله ۷سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د افغانستان بانک مشرتابه ژمن دی چې د اړوندو قوانینو او مقرراتو په رڼا کې د درنو هېوادوالو لپاره په ټولو مالي او بانکي برخو کې غوره آسانتیاوې رامنځته کړي او له دې لارې د هېواد په اقتصادي رغښت کې خپل مثبت رول ولوبوي.

آخرین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۱
Background image

تفاهم‌نامه همکاری میان د افغانستان بانک و ای سی جی ایف به امضا رسید

۱۴ ربیع‌الثانی ۱۴۴۸ - تفاهم‌نامه همکاری میان د افغانستان بانک و مؤسسه بین‌المللی بنیاد اعتباری افغانستان طی نشستی در تالار شورای عالی د افغانستان بانک، به امضا رسید.

محترم صدیق‌الله. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۳
Background image

نمونه های بانکنوت های مندرس

بانکنوت های که دارای خصوصیات ذیل باشند، در جمع بانکنوت های مندرس محسوب و قابل تعویض می باشند:

هموطنان عزیز می توانند این نوع بانکنوت ها را در مرکز و ولایات کشور در نمایندگی های د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۱۴
Background image

د افغانستان بانک ۶۶۰.۲ میلیون افغانی بانکنوت های مندرس جمع‌آوری‌شده از سه زون را حریق نمود

۲ ربیع الثانی ۱۴۴۸ – د افغانستان بانک بمنظور مدیریت سالم نظام پولی کشور و ایجاد سهولت هرچه بیشتر در داد و ستد، به مبلغ ۶۶۰,۲۰۰,۰۰۰ (ششصد و شصت میلیون و دوصد هزار) بانکنوت های مندرس جمع. . .

بازگشت به خبر