د سارک فایننس د مرکزي بانکونو په ۴۳ مه غونډه کې د افغانستان بانک د استازو ګډون

Mpoya
شنبه ۱۴۰۲/۲/۱۶ - ۱۳:۱۳
د سارک فایننس د مرکزي بانکونو په ۴۳  مه غونډه کې د افغانستان بانک د استازو ګډون

د افغانستان بانک استازو د ۲۰۲۳ میلادي کال د مې په ۲ او ۳ نېټه د سارک فایننس د مرکزي بانکونو د رئیسانو په ۴۳ غونډه کې چې د پاکستان هېواد په مرکز اسلام آباد کې جوړه شوې وه ګډون وکړ.

په یاده غونډه کې د ملي اقتصاد پر مهمو برخو، مالي شمولیت، سارک ډېټابېس، وړتیا لوړونې، د غړو هېوادونو تر منځ د اقتصادي څېړنو تر سره کولو او یو شمېر نوور مهمو اړوندو موضوعاتو په اړه بحث وشو او په پایله کې جوته شوه چې افغانۍ د اسعارو پر وړاندې د سارک غړو هېوادونو په منځ کې د غوره ثبات لرونکی پولي واحد دی او همدارنګه افغانستان د انفلاسیون له با ثباته نرخ څخه برخمن دی.

د دې غونډې په دویمه ورځ په سارک هېوادونو کې د اقلیمي بدلون د اغېزو، د چاپېریال ساتنې اړوند نوښتونو، د سارک هېوادونو پر مالي سیستم د اقلیمي بدلون پر اغېزو او سارک هېوادونو کې د اقلیمي بدلون پر وړاندې راتلونکو ګامونو بحثونه وشول.

همدارنګه د افغانستان په ګډون غړو هېوادونو د اقلیمي بدلون اړوند معلومات شریک کړل، یو شمېر متخصصینو د اړوندې موضوع په اړه خبرې وکړې او د بانکونو له خوا د اقلیمي بدلون اقداماتو په اړه د نظرونو تبادله تر سره شوه.

د یادونې وړ ده چې د سارک سازمان په ۱۹۹۸ کال کې د هند، پاکستان، بنګله دېش، سریلانکا، نیپال، مالدیف او بوتان هېوادونو له خوا جوړ شو او افغانستان په ۲۰۰۷ زېږدیز کال کې د دې شبکې په څوارلسمه غونډه کې د سارک د اتم غړي په توګه ومنل شو.

د دغې شبکې د جوړېدو موخه د سیمې د لوی اقتصاد د پالیسیو، د سارک شبکې د بحثونو، ګډو څېړنیزو مطالعاتو، د مالي پراختیا په برخه کې د همکارۍ، د بانکي چارو د تنظیم او څارنې په برخه کې ګډې همکارۍ، د ظرفیت لوړول او د نویو وړاندیزونو او طرزالعملونو په اړه بحثونه دي.

آخرین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۴۸
Background image

نشست شورای عالی د افغانستان بانک برگزار گردید

۱۸ شوال ‌المکرم ۱۴۴۷ هـ.ق – جلسه شورای عالی د افغانستان بانک تحت ریاست محترم نور احمد آغا رئیس کُل د افغانستان بانک که هم ‌زمان ریاست این شورا را نیز بر عهده دارد، با حضور اعضای شورا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۰:۴
Background image

اطلاعیه د افغانستان بانک

در صورتیکه حین مراجعه  به یکی از مؤسسات مالی به کدام مشکل مواجه می شوید ویا با شما برخورد نامناسب صورت می گیرد ویا هم حقوق شما به اساس اصول پرداخت نمیگردد، شما می توانید شکایت خویش را. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۷:۲۳
Background image

معاون اول د افغانستان بانک با معاون یوناما و رئیس برنامه توسعه سازمان ملل متحد دیدار کرد

۲۰ رمضان المبارک ۱۴۴۷ – محترم صدیق‌الله خالد، معاون اول د افغانستان بانک، با محترم اندریکا راتوات، معاون هیئت معاونت سازمان ملل متحد در افغانستان (یوناما)، و محترم استفن رودریگز، مدیر. . .

بازگشت به خبر