جمهوررئیس غني د افغانستان بانک د اصلاحاتو راپور واورېد

Mpoya
شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۶ - ۹:۶
جمهوررئیس غني د افغانستان بانک د اصلاحاتو راپور واورېد

د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررئيس محمد اشرف غني نن د افغانستان بانک سرپرست اجمل احمدي سره په کتنه کې له هغه سره په دې بانک کې د اصلاحاتو په اړه خبرې وکړې.

جمهوررئیس په دې کتنه کې، په ياد بانک کې د اصلاحاتو په ګډون د بانکدارۍ په سکتور کې د اصلاحاتو، صرافه بازار (Sarafa market)، د کابلبانک د اماناتو وصول زياتوالي او ډيجيټلي تادياتو په اړه د افغانستان بانک سرپرست راپور واورېد.

جمهوررئیس غني په وروستيو څو مياشتو کې د پام وړ اصلاحاتو له امله د افغانستان بانک له سرپرست مننه وکړه او د چارو د لا ښه والي په اړه يې لازمې لارښوونې وکړې.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۶:۵۷
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د ازبکستان د مرکزي بانک له مرستیال سره وکتل

د ۱۴۴۸ کال د صفرالمظفر ۱۱ - د افغانستان بانک لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، په خپل کاري دفتر کې د ازبکستان هېواد د مرکزي بانک له مرستیال ښاغلي ابرار میرزا اولیموف سره وکتل.

په دې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۶:۵۹
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د افغانستان د تمویلاتو د تضمین بنسټ له مسئولینو سره وکتل

د افغانستان بانک د لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، په مشرۍ د افغانستان د تمویلاتو د تضمین بنسټ (ای سي جي ایف)  له مرستیال ښاغلي ډرک جوزف ټیسن او مل پلاوي سره وکتل. د دې غونډه موخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۸:۳۳
Background image

د افغانستان بانک له شمال او شمال ختیځ زونونو څخه راټول شوي مندرس بانکنوټونه وسوځول

د ۱۴۴۸ کال د محرم الحرام ۲۹- د افغانستان بانک په راکړو ورکړو کې د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه له شمال او شمال ختیځ زونونو څخه راټول شوي د ۱،۱۴۱،۶۶۰،۰۰۰ (یو میلیارد او یو سل و یو. . .

بېرته خبرونه ته