د افغانستان او ترکمنستان تر منځ د اتو اقتصادي پروژو د همکاریو په اړه د تخنیکي مذاکرو او نظرونو د تبادلې دوام

Mpoya
یکشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۶ - ۱۴:۵۰
د افغانستان او ترکمنستان تر منځ د اتو اقتصادي پروژو د همکاریو په اړه د تخنیکي مذاکرواو نظرونو د تبادلې دوام

د ۱۴۰۰ کال د غبرګولي د میاشتې په ۱۵ مه نېټه د شنبې په ورځ د افغانستان حکومت لوړ پوړي پلاوي په هرات ولایت کې د ترکمنستان هېواد له لوړ پوړي پلاوي سره چې هرات ولایت ته یې د ترکمنستان هېواد د بهرنیو چارو د وزیر  ښاغلي رشید میردوف په مشرۍ  سفر کړی ؤ، ولیدل او د دواړو هېوادونو  تر منځ په بېلابېلو اقتصادي، فرهنګي، سیاسي او د سیمه‌ایزې نښلونې په برخه کې د ستراتیژیکو اړیکو پر پراختیا بحث او نظرونه تبادله شول.

په هغه غونډه کې چې په همدې موخه جوړه شوې وه د افغانستان او ترکمنستان د سکتوري ادارو استازو  د سوداګرۍ، ترانسپورت، غاز او برېښنا د لېږد ( تپ او تاپي) او د دواړو هېوادونو د بېخبنسټیزو پروژو د پراختیا په تړاوخبرې او نظرونه شریک کړل.تمه کېږي چې د اوسپنې پټلۍ (تورغنډۍ – صنوبر)، برېښنا، غاز، د مرمر ډبرو او صنعت په ګډون د اتو مهمو اقتصادي پروژو په برخه کې پر همکاریو هوکړه وشي.

په هغه پلاوي کې چې هرات ولایت ته یې سفر کړئ دی، د بهرنیو چارو د وزیر ښاغلي محمد حنیف اتمر سربېره، د افغانستان بانک سرپرست ښاغلی اجمل احمدي، د کانونو او پترولیم وزیر ښاغلی هارون چخانسوري، د افغانستان برېښنا شرکت رئیس ښاغلی داوود نورزی، د خصوصي سکتور استازی ښاغلی محمد اسماعیل غضنفر، د مالیې، سوداګرۍ او صنعت او ترانسپورت وزارتونو مرستیالانو او واک لرونکو استازو، د جمهوري ریاست د حقوقي واحد، د چارو د ادارې د پانګونې واحد او د اوسپنې پټلۍ د ادارې استازي هم ګډون لري.

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۴:۷
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

د افغانستان بانک  درنو هېوادوالو ته خبر ورکوي چې د لا ښه خدمت، آسانتیا او چټکتیا په موخه د بین البانکي سیستم (ACSS) اې سي ایس ایس فعالیتونه له دې وروسته په ۲۴ ساعته ډول فعال دي.

اې سي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۲:۳۶
Background image

ګرانو هېوادوالو!

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۵:۲۶
Background image

د افغانستان بانک په مشرۍ د برېښنایي اداینو د پراختیا او د عوایدو د ډیجیټلي راټولونې پر تطبیق غونډه

۱۴۴۷ رجب المرجب ۲۱ مه - د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي صدیق‌الله خالد په مشرۍ، د افغانستان د برېښنایي پیسو او اداینو د مؤسسو د ټولنې او د یادو مؤسسو له استازو سره غونډه ترسره. . .

بېرته خبرونه ته