د عامه ساتنې ملي تصدۍ سره د امنیتي همکاریو د هوکړه لیک لاسلیک

Mpoya
دوشنبه ۱۴۰۱/۴/۱۳ - ۱۷:۳۴
د عامه ساتنې ملي تصدۍ سره د امنیتي همکاریو د هوکړه لیک لاسلیک

۱۴۴۳ ذوالحجه ۵ مه –  د افغانستان بانک او د عامه ساتنې د ملي تصدۍ تر منځ دافغانستان بانک د نمایندګیو د امنیت د ساتنې هوکړه لیک لاسلیک شو.

هغه غونډه کې چې په همدې مناسبت د افغانستان بانک د عالي شورا په تالار کې جوړه شوې وه د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي نوراحمد آغا د دې هوکړه لیک لاسلیک د ارزښت وړ یاد  کړ او  د افغانستان بانک او عامه ساتنې د ملي تصدۍ تر منځ یې د لا زیاتو امنیتي همکاریو پر رامنځته کولو ټينګار وکړ.

د یادونې وړ ده چې د عامه ساتنې ملي تصدي په هیواد کې د بېلابېلو برخو د امنیتي مسئولیت ترڅنګ د بانکونو د ساتنې مسئولیت هم پر غاړه لري.

باید وویل شي چې د افغانستان بانک او عامه ساتنې د ملي تصدۍ تر منځ د هوکړه لیک د لاسلیک پر مهال د دې بانک د بېلابېلو آمریتونو او د یادې تصدۍ استازو ګډون درلود.

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۷:۱۴
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د یونما له مرستیال او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له مشر سره وکتل

 د ۱۴۴۷ کال د رمضان المبارک ۲۰ مه - د افغانستان بانک لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یونما) له مرستیال اندریکا راتوات او د ملګرو ملتونو د پراختیايي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۵:۴
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۷:۲
Background image

د افغانستان بانک له غرب زون څخه راټول شوي مندرس بانکنوټونه وسوځول

د ۱۴۴۷ کال د شعبان المعظم ۲۰ مه - د افغانستان بانک له اړوندو کړنلارو سره سم له غرب زون څخه راټول شوي د ۵۳۷،۷۴۶،۰۰۰ (پنځه سوه اووه دېرش میلیونه اووه سوه او شپږ څلویښت زره) افغانیو په. . .

بېرته خبرونه ته