د افغانۍ د ثبات په اړه د افغانستان بانک هڅې

Mpoya
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۹/۱۶ - ۱۳:۳۸
د افغانۍ د ثبات په اړه د افغانستان بانک هڅې

د افغانستان بانک د مبادلې د نرخ له متحول مدیریت شوي رژیم څخه ګټه اخلي، چې په دې ډول رژیم کې د مبادلې په نرخ کې د نوسانونو رامنځته کېدل یو حتمي امر دی، لکه څرنګه چې د سیمې یو شمېر هېوادونه یې شاهدان دي.

په دې وروستیو کې د امریکایي ډالرو پر وړاندې د افغانیو د ارزښت د ټیټېدو په اړه باید وویل شي چې د امریکایي ډالر ارزښت یوازې د افغانۍ پر وړاندې ندی لوړ شوی، بلکې د نړۍ د نورو اسعارو پر وړاندې هم د ډالر په ارزښت کې لوړوالی راغلی دی.

همدارنګه بل لامل یې هم داخلي دی چې زیات شمېر هېوادوال د ډالرو د اخیستلو لپاره بازار ته مراجعه کوي.

د افغانستان بانک درنو هېوادوالو ته ډاډ ورکوي چې د افغانیو د ارزښت د ټیټیدو په اړه دې اندېښنه نه کوي او له دوی څخه غواړي چې د افغانۍ د ارزښت د ثبات د ساتنې لپاره د په خپلو معاملو کې له افغانۍ ګټه پورته کړي.

د افغانستان بانک د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره تل هڅه کړې ده چې د هغو نوسانونو څخه چې د خلکو د زیانمن کېدو لامل کېږي د امکان تر حده مخنیوی وکړي.

د افغانستان بانک ژمن دی چې په لاس کې شته ابزارونو څخه ګټه پورته کړي او د امکان تر حده د بازار غوښتنې پوره کړي.

آخرین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۷:۱۴
Background image

جلسه شورای عالی د افغانستان بانک برگزار شد

۱۷ ربیع‌الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق – جلسه شورای عالی د افغانستان بانک تحت ریاست محترم صدیق‌الله خالد، معاون اول د افغانستان بانک و معاون شورای عالی این بانک، برگزار گردید، طی این جلسه پیرامون. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۱
Background image

تفاهم‌نامه همکاری میان د افغانستان بانک و ای سی جی ایف به امضا رسید

۱۴ ربیع‌الثانی ۱۴۴۸ - تفاهم‌نامه همکاری میان د افغانستان بانک و مؤسسه بین‌المللی بنیاد اعتباری افغانستان طی نشستی در تالار شورای عالی د افغانستان بانک، به امضا رسید.

محترم صدیق‌الله. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۳
Background image

نمونه های بانکنوت های مندرس

بانکنوت های که دارای خصوصیات ذیل باشند، در جمع بانکنوت های مندرس محسوب و قابل تعویض می باشند:

هموطنان عزیز می توانند این نوع بانکنوت ها را در مرکز و ولایات کشور در نمایندگی های د. . .

بازگشت به خبر