د تش بست خبرتیا
د خپریدو نېټه
د پای نیټه
د بست ځانګړتیاوې
د بست نوم: د شپږم ښاري برېښنا تخنیکر
آمریت: د خدمتوتو لوی آمریت
ګرید: (۴)
د پیل نېټه: ۱۴۴۵/۰۸/۰۲
د پای نېټه : ۱۴۴۵/۰۸/۱۶
د ګمارنې ډول: دایمي
د دندې لایحه:
د عمومي پلان سره سم د میاشتني، درې میاشتني او کلني کاري پلان ترتیبولو کې له مستقیم مدیر سره همکاري کول
د بودیجې په اړه د کاري پروسې د اسانتیا لپاره د اړوندو څانګو سره د اړیکو او همغږۍ تأمینول
د میاشتني، درې میاشتني او کلني کاري راپورونو راټولول، توحیدول او مستقیم مدیر ته یې لېږل
د برېښنا د نشتوالي پرمهال د ثبت په اړوند کتاب کې د جنراتور ماشین د فعالیت د ساعتونو د پیل او پای ثبتول او سنجول
د انجینرۍ تجهیزاتو په ساتنه کې د مستقیم مدیر سره همکاري کول څو په اغېزناکه توګه يې وکاروي
د دندې ترسره کولو پر مهال د تخنیک د بې خطره امنیتي لوازمو څخه کار اخیستل
د برېښنا د اغېزناک تأمین لپاره په ودانیو کې په تخنیکي ډول د برېښنا د مزو لګول، لېږدول او له مستقیم مدیر سره همکاري کول
د برېښنايي تجهیزاتو په لګولو کې له مستقیم مدیر سره همکاري کول، د برېښنايي سېستمونو فعالول او د برېښنا د جريان تنظیمول
د ساکېټ ګروپ د شیټونو او برېښنایي وسایلو او د شعبو د برېښنایي لینونو برابرول
له مستقیم مدیر سره د اوبو لیلیتر، مبلایلو، د اړتیا وړ تېلو او د جنراتورونو د بېټریو چک کول او په دوامداره توګه د جنراتور ماشینونو پاکول
په اړینو وختونو کې د چمتو کولو په موخه د سهار لخوا د جنراتور ماشینونو روښانه کول او د اړتیا وړ تېلو اکمالول
د عمومي فیوز بکس په داخل کې د برېښنا له عمومي لین څخه د جنراتور لین ته او د هغې برعکس د چنج آورونو چک کول او بدلول
په بانک او اړوندو ساحو کې د برېښنا له امله د رامنځته شویو عوارضو جوړول، حلول او له مستقیم مدیر سره همکاري کول
له مستقیم مدیر سره د اړتیا پر مهال د بانک اړوند برېښنايي وسایلو او تجهیزاتو جوړولو برخه کې همکاري کول
د برېښنا د نشتوالي پرمهال کې د ثبت په اړوند کتاب کې د جنراتور ماشین د فعالیت د ساعتونو د پیل او پای ثبتول او سنجول او د مستقیم مدیر سره همکاري کول
د بریښنا برج لارښود سره سم د جنراتورونو ساتنې کنټرول کې د مستقیم مدیر سره همکاري کول، د بانک په کچه د برېښنايي تجهیزاتو دورې څېړل.
د کار د ابزارونو سموالی او سالمه ساتل او د اړتیا پرمهال له هغې څخه سمه ګټه اخیستل
د دندې ترسره کولو پر مهال د تخنیک د بې خطره امنیتي لوازمو څخه کار اخیستل
د تخنیکي او مسلکي معیارونو او د دندو او کاري پلان سره سم د تخنیکي او مسلکي دندې ترسره کول
د کاري پلانونو ترتیبول او واک لرونکو چارواکو ته د کاري راپور وړاندې کول.
د نورو ټولو هغو دندو او مسوولیتونو ترسره کول چې د کړنلارې او یا د لوړ پوړي مقام د لارښوونو پر بنسټ ورته سپارل شوي وي.
د بست اړین شرطونه
د زده کړو کچه: د برېښنا انجینرۍ په برخه کې لیسانس.
تجربه: د دندې اړوند (۱) یو کلنه تجربه
وړتیاوي او مهارتونه :
د برېښنا انجینرۍ له مقررو، نورمونو او معیارونو سره پوره بلدتیا، د رهبرۍ، پالیسي جوړونې او ستراتیژي جوړونې وړتیا، د ادراې د تګلارې د طرحه کولو او پلي کولو وړتیا، د اصولو او اغېزناکو اجراآتو په اړه د پام وړ پوهه لرل، دکاري مدیریت د اغېزناکې پوهېدا راپوهېدا ځواک لرل، په دواړو رسمي ژبو (پښتو او دري) او انګلیسي ژبې د خبرو کولو وړتیا، د برېښنا انجینرۍد کمپیتوټري پرګرامونو د کارولو سره پوره بلدتیا، په راپور ورکولو او راپور اخیستلو کې کاري نوښت او چټکتیا، په یواځې او ډله يیزه توګه د کار کولو وړتیا لرل، صداقت او په دنده کې د محرمیت ساتل او کاري نرمښت منل، په سختو شرایطو کې په کارونو کې لومړیتوب ټاکل، د مکتوبونو، وړاندیزونو او کاري راپورونو د لیکلو وړتیا لرل.
شخصي صفتونه او ارزښتونه:
صادقه، د نېک چلند خاوند، د متقابل درناوي درلودونکی، نوښتګر، باډسپلینه، دندې او وخت ته پوره پابنده، ډله يیز کار کولو ته لېواله، همکار، مسوولیت منونکی، تصمیم نیوونکی او په کاري برخه کې مسلکي.
یادونه:
نوټ: غوښتوونکي یوازې ددې Jobs.dab.gov.af وېبپاڼې له لارې باید اول ځانته یوزر جوړ او بیا د خپلي خوښې بست ته اپلای وکړي.
د ازموینې د اخیستلو لپاره یوازې له ټاکل شویو غوښتوونکو سره اړیکه نیول کېږي.
د ازموینې نېټه وروسته اعلانېږي.