د تش بست خبرتیا

Mpoya
شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۸ - ۱۱:۲۷
د تش بست خبرتیا

د خپریدو نېټه

د پای نیټه

د بست نوم: د ERP او CBS ارشد افیسر

آمریت: د مالي او محاسبې لوی آمریت

ګریډ: اووم (۷)

د خبرتیا د پیل نېټه: ۱۴۴۵ شعبان المعظم  ۳     

 د خبرتیا د پای نېټه: ۱۴۴۵ شعبان المعظم ۱۸

د ګمارنې ډول: دایمي

دندې او مسئولیتونه:

• د ستراتیژیکو او عملیاتي پلانونو په جوړولو او تریبولو کې همکاري او ګډون کول؛

•په ټاکلي وخت د ستونزو د حل لپاره د تخنیکي ستونزو مدیریت، ترلاسه کول او شنل؛

•د سي بي اس سیستم د ستونزو تعقیبولو لپاره مستقیم مدیر ته معلوماتو وړاندې کول او ترلاسه کول؛

•د سي بي اس سیستم له لارې د شعبو د کارونو اسانه کول؛

•د مالي او محاسبې لوی آمریت د اداري وسایلو د تخنیکی ستونزو د رامنځته کېدو پر مهال تدارکاتي او خدماتي مراجعو ته د خبر ورکول په برخه کې همکاري کول؛

•د کاري بهیر د اسانه کولو لپاره له اړوندو برخو سره د اړیکو تأمینول او همغږي کول؛

•د بانکې سیستمونو د ازمایښت په برخه کې له مستقیم مدیر سره د همکاری کول، څو د دې سیستمونو  له صحت او کړنو څخه ډاډ ترلاسه کړي؛

•د سیستمونو د ازمایښت، تحقق او یوځای کېدو په تړاو د راپورونو له سموالي څخه د ډاډ ترلاسه کولو په برخه کې له مستقیم مدیر سره همکاري کول؛

•د سي بي اس، معاشونو، ثابتو شتمنیو او داسې نورو سیستمونو د تخنیکي ستونزو د شنلو (تحلیل) په برخه کې له مستقیم مدیر سره همکاري کول؛

• د مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر د لارښوونې پر بنسټ د اړوندو شعبو او کارکوونکو د کړنلارو، مکتوبونو، تصویبونو، د ریاست د حکمونو او نورو تقنیني او اداري سندونو خپرول؛

•د اړوندې برخې د میاشتني او درې میاشتني راپورونو راټولول او توحیدول او مستقیم مدیر ته د هغه لیږل؛

•د مکتوبونو، وړاندیزونو، استعلامونو او نورو اداري لیکونو لیکل او تعقیبول او د مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر له لارښوونې سره سم په ټاکلي وخت د هغې طی مراحل؛

•په هارډ او سافټ بڼه په دوسیو او کارتنونو کې په کره او منظمه توګه د مکتوبونو، وړاندیزونو، استعلامونو او نورو اداري لیکونو تنظیمول او ساتل

•د کاري پلانونو ترتیبول او مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر ته د کاري راپور وړاندې کول؛

•د نورو ټولو هغو دندو او مسئولیتونو ترسره کول چې د کړنلارو، لارښوونو او د لوړ پوړي مقام د لارښوونو پر بنسټ د لایحې او مقررو سره سم ورسپارل کیږي

د زده کړې درجه: لږترلږه په MCS, ACCA, BCS, Database Development, Application Development کې لیسانس.

تجربه: د دندې اړوند دوه (۲) کلنه کاري تجربه.

مهارتونه او وړتیاوې:

•له کمپیوټري پروګرامونو او بانکي سیستمونو سره بلدتیا؛

•د مدیریتي مهارتونو درلودل؛

•له بانکي قوانینو او مقررو سره بلدتیا؛

•د ملکي خدمتونو د کارکوونکو له قوانینو سره بلدتیا؛

•په خبرو کې فصاعت او بلاغت؛

•د مکتوبونو، وړاندیزونو او کاري راپورونو د لیکلو وړتیا؛

•د کاري مسئولیتونه درک کول او په کاري ساحو کې د ستونزو پېژندل؛

•له ډله يیز کار سره بلدتیا؛

•دندو د محرمیت ساتل؛

شخصي صفتونه او ارزښتونه:

ریښتینی، د نیک چلند خاوند، د متقابل درناوي درلودونکی، نوښتګر، بادسپلین، دندې او وخت ته پوره پابند، ډله ایز کار ته لېواله، همکار، مسئولیت منونکی، تصمیم نیوونکی او په کاري برخه کې مسلکي.

یادونه:

نوټ: غوښتنکوونکي کولای شي لومړی په Jobs.dab.gov.af ویب پاڼه کې ځانته یوزر جوړ او بیا د خپلي خوښي بست وټاکي او غوښتل شوي اسناد دې د pdf په بڼه اپلوډ کړي.

د ازموینې د اخیستلو لپاره یوازې له ټاکل شویو درخواست کوونکو سره اړیکه نیول کېږي.

د آزموینې نېټه وروسته اعلانیږي.

Related VacanciesShow all

Back to vacancies