د افغانستان بانک خبرتیا
۱۴۴۷/۰۸/۰۲
ښاغلي فیض احمد خوافي د حیات الله زوی، د حبیب الله لمسی چې د هرات ولایت اوسېدونکی دی، په هېواد کې د بانکوالۍ د جواز د ترلاسه کولو په موخه پر ۲۲/۰۹/۱۴۰۴ نېټه خپل غوښتنلیک د افغانستان بانک ته سپارلی دی.
له دې لارې ګرانو هېوادوالو ته خبر ورکول کیږي، که چېرې د نوموړي شخص په تړاو ملاحظات، نیوکې، نظریات او شکایتونه لري نو د دې خبرتیا د پیل له نیټې څخه نیولې د ۲۰ ورځو په موده کې دې د مؤثقو اسنادو او مدارکو پر بنسټ د افغانستان بانک د بانکي څارنې او مالي خدمتونو آمریت د جواز ورکولو قدرمن مدیریت ته خبر ورکړي او یا دې د info.bsd.dab.gov.af برېښنالیک له لارې یاد اسناد او مدارک دافغانستان بانک سره شریک کړي.
